ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بخښنې نړیوال سازمان د الهه دلاورزۍ په ورکیدنه اندیښنه ښودلې  

د بخښنې نړیوال سازمان د الهه دلاورزۍ په نوم د یوې نجلۍ د ورکیدو خبر ورکړی چې څلور میاشتې وړاندې یې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره کړې وه او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند سعید خوستي یې په جنسي تیري او شکنجه کولو تورن کړی و.

06.12.2022 امریکا غږ

پېښور کې درې ورځنۍ "باچا خان امن مېله"پیل شوې ده

پیښور زرعي پوهنتون کې پښتون سټوډنټس فیډریشن (پي ایس ایف) درې ورځنۍ میله د باچا خان امن میلې په نوم راجوړه کړې ده چې پکې برخه والو پښتونخوا کې مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ باندې اندیښنې ښودلي دي. د مېلې راجوړونکو وینا ده چې دا میله یې د سولې په نوم راجوړه کړې ده او مقصد یې نړۍ ته دا پیغام ورکول دي چې پښتانه د امن، مینې او ورورولۍ خلک دي اؤ دترهګرۍ څخه کرکه لري. په دې امن میله کې د زرعي پوهنتون تر څنګ د نورو تعلیمي ادارو زده کونکي او سیاسي او علمي مشران هم ګډون لري. ددغه میلې منتظم ملک حسنین وایس اف امریکا ډیوه سره د خبرو په مهال ویلي دوي  دداسې دستورو له لارې  نړۍ ته ښودل غواړي چې پښتانه خپل کلتور سره مینه لري او په خپله خاوره سوله غواړي. "تاسو وګورئ په دې وطن د ترهګرۍ تورې تیارې راخورې شوې دي. زمونږ خاوره د بدامنۍ ښکار ده. مونږ زده کونکي ټولو ته دا پیغام ورکوو چې د سولې لپاره مونږ کانفرنسونه، کنونشنې او سیمینارونه کوو. نن دا میله هم د سولې په نوم ده او دنیا ته پیغام ورکوو. چې پښتانه د امن، مینې او ورورولۍ خلک دي" پېښور کې دامن په نوم دا میله په داسې حال کې پیل شوې ده چې په دې وروستیو کې یو وارې بیا دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ دپښتونخوا مختلفو سیمو کې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد احتجاجي لاریوونه اؤ مظاهرې هم شوې دي. دپېښور په دې روانه میله کې په بیلا بیلو موعاتو سیمینارونه روان دي چې سیاسي مشران او پوهان ورته ویناوې کوي اؤ په دې وینا والو کې زیاترو پښتونخوا کې مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ باندې اندیښنې ښودلې دي. په میله کې برخه لرونکې د صوبایي اسمبلۍ غړې میرمن ثمر هارون بلور وي‌ او ای ډیوه ته وویل صوبه کې هدفي وژنو کې اضافه شوې ده. د صوبایي اسمبلۍ په غړو بریدونه روان دي. د اسمبلۍ غړي د قلنګ ورکولو غوښتن لیکونه تر لاسه کوي خو حکومت یې هیڅ نوټس نه اخلي. میرمن ثمر وایي "مونږ به د خپلو ځوانانو تر څنګ د سولې د ټینګښت لپاره په هر ډګر ولاړ یو" میله کې نه یوازې د پښتنو د کلتور ښودنه کیږي بلکې د پښتونخوا ترڅنګ پکې د پاکستان د نورو قامونو جامې او خوراکونو هم نندارې ته وړاندې کړل شوې دي. زده کوونکی اکرام الله ډیوه ته وایي میلې کې رنګارنګ خوراکونه اؤ بیلابیلو کلتورونو سره د تړلو شیانو سټالونه لګیدلي دي. وخت په وخت ځوانان اتڼونه کوي. هغه وایي سبا د دسمبر په اوومه نیټه به د میلې په روستۍ ورځ د غني خان بابا په نوم لویه مشاعره وي. چې پکې به د صوبې د بیلا بیلو سیمو شاعران برخه اخلي.

06.12.2022 ډیوه

روسي پوځ په اوکراین کې په میزایل حملو کې ابادي د بجلۍ او اوبو نظام په هدف کړی

د اوکراین د پوځ مشر وايي د هېواد په شرقي برخو کې د روسي پوځونو د نوو حملو مقابله کوي او دهېواد تکنیکي ماهرین وايي چې د روس لخوا په هېواد کې په لویه کچه د میزایلي حملو وروسته په هغه سیمو کې د بجلۍ یا برېښنا بحالولو کې بوخت دي کومو ځایونو کې چې یخ زیات شوی دی.  د نهې سېشنبې په ورځ د اوکراین پوځي چارواکو وویل چې روسي پوځونو په ډونیسک سیمه کې د باخموت او ایوادیوف کې د ټینکونو او توپخانې په بمباری کې تر شلو پورې کلي په هدف کړي دي.  اوکرایني چارواکو  خبراداری ورکړی چې که د روسي پوځونو لخوا حملې هم داسې روانې وي نو د انرجی پیدا کولو مرکزونو ته سختې خطرې جوړرېدی شي.   چارواکي وايي د ګل دوشنبې په ورځ د روس لخوا په لویه کچه د میزایلونو حملو کې د ابادو تر څنګ زیاتره د بجلۍ او اوبو مرکزونه په هدف کړی شوي دي.  ددغه حملو په نتیجه کې په زیاتره سیمو کې د بجلۍ نظام متاثره شوی دی او چارواکي وايي د شپې په وخت د برید په ضد کې راغلې سیمې په تیارو کې ډوبې شوي دي.   د امریکا خارجه وزیر اینتني بلینکن سي اېن اېن ټیلي ويژن سره د خبرو په وخت روسي حملې وحشیانه بللې او وايي روس د ژمي موسم د اوکرایني اولس په ضد د وسلې په توګه کارول غواړي ځکه د بجلۍ او اوبو نظام په هدف کوي.  چارواکي وايي څه که هم په روسي میزایلي حملو کې کییف ښار بچ پاتې دی خو د سرښار ګېر چاپېره نیمايي ابادی کې بجلي نشته او د کییف د 1.8میلینه ابادي په بده توګه اغېزمنه شوې ده.   د اوکراین ځايي چارواکو ویلي په تازه حملو کې یو شمیر کورونه هم په هدف کړی شوي دي او د جنګ ځپلي هېواد صدر ولادي میر زېلنسکي بیګا ناوخته ویلي وو د روس لخوا په ټول هېواد کې د میزایلي حملو په نتیجه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.    د امریکا او د اوکراین دفاع وزیرانو هم د روس لخوا تازه حملې غندلي او وایټ هاوس حملې د روسي صدر ولادي میر پوټن د ظالمانه خوي یادونه بللې  بل خوا د روس دفاع وزارت هم پرون دعوه کړی د اوکراین لخوا په روس دننه ډرون حملو کې په ریازان او ساراتوف کې ددوي دوه فضايي اډې په هدف کړی شوي او د بریدونو په وخت د روس درې عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.   د امریکا دفاع وزارت پېنټاګان په یو بیان کې د اوکراین سره د مرستو او دفاع ژمنه تکرار کړی او د دفاع وزیر لویډ آسټن په دې خبره زور راوړی چې د اوکراین دفاع یې اوس هم ترجیح ده او دغه هېواد ته د اضافي جنګي ساز وسامان  ورکول دغه ترجیح څرګندوي.

06.12.2022 ډیوه

د جلال اباد ښار د زرګرانو (صرافه) بازار کې چاودنه شوې

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې سره جوخت چوک کې شوې چاودنې کې شپږ تنه ژوبل شوي دي د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي د ډسمبر په شپږمه مطبوعاتو ته په یو لېږلې پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه د ماسپښين دوه بجې د تلاشۍ چوک سره د صرافۍ په بازار  کې وشوه د وایس اف امریکا اشنا څانګې د زابلي د اعلامېې جزیات ورکړي چې وايي:  "نن ماپښین دوه بجې شاوخوا د لومړۍ ناحیې په چوک تالاشی څلور لاري کې د صرافانو په مارکیټ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له بده مرغه زموږ شپږ تنه هېوادوال پکې ټپیان شوي." طالب چارواکو ویلي چې د چاودنې ژوبل کسان هسپتال ته رسول شوي او د هغوی وضعیت يې د ډاډ بللی دی. په ننګرهار د طالبانو امنیتي مسؤلین زیاتوي چې د چاودنې سیمه د دوی د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې او په خبره څېړنې روانې دي. مخکې یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط  وویل چې په دغه چاودنه کې شاوخوا لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ددې نه وړاندې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې په یوې چاودنې کې  د اوو کسانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبرونه خپاره شول. تر دا مهاله په ننګرهار او بلخ  کې د نننیو چاودنو زمواري کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې د کابل ترڅنګ، په کندز، بلخ هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې په جوماتونو او سکولونو او د طالبانو حکومت د ځینو ادارو د عملې پر موټرو د بریدونو زمواري د داعش خراسان څانګې اخیستی. ددې خبر ځیني معلومات د وایس اف امریکا اشنا څانګې څخه راټول کړی شوي دي  

06.12.2022 ډیوه

پاکستان وایي روس ورته په ارزانه بیه خام تېل، پیټرول او ډیزل ورکوي

دتېلو دڅانګې لپاره دپاکستان دمملکت وزیر مصدق ملک ویلي، روس پرېکړه کړې ده چې پاکستان ته به خام تیل،پیټرول او ډیزل په ارزانه بیه ورکوي. مصدق ملک تېره اوونۍ د روس سفر کړی ؤ ترڅو ددغه هیواد چارواکو سره د تېلو او ګازو د ترلاسه کولو په ګډون پر نورو مسایلو خبرې وکړي. څیړونکي‌د روسیې لخوا پاکستان ته دتیلو ورکړه  دا په داسې حال کې ممکنه ګرځوې چې روس دا وخت په جنګ کې دی او د امریکا او اروپایي هیوادونو سره یې په عام تجارت بندیزونه لګیدلې دې البته د دوئ تر مخه دا به د پاکستان لپاره هلته ګټور وي چې روس دغه تیل  په ارزانه اوپه اسانه شرطونو ورکړي- د پټرولیم وزارت مرستیال وزیر مصدق ملک تېره اوونۍ د روس سفر کړی و چې د تېلو او ګازو د ترلاسه کولو په ګډون پر نورو مسایلو خبرې وکړي.  تیره ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې د مملکت وزیر مصدق ملک وویل "روس پریکړه کړې چې موږ ته به خام تیل په نړۍ کې د ورکړل شوي رعایت سره مساوي یا تر دې هم په لوړ رعایت راکوي" هغه زیاته کړې د خامو تېلو تر څنګ به روسیه پاکستان ته په ټیټه بیه پټرول او ډیزل هم ورکوي. د تیر نومبر په میاشت کې د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وو هېواد یې په داسې حال کې له روس څخه په رعایتي نرخونو د تېلو پر اخستو غور کوي، چې ګاونډي هیواد هند له ماسکو څخه تیل اخلي او اسلام اباد هم حق لري چې په دې برخه کې هڅې وکړي. د پاکستان پخوانی سفارت کار اصف دراني وایي دا یوه تجارتې لوظنامه ده او امریکا هم ویلي چې نړۍ د روس څخه تیل اخستی  شي البته پاکستان ته د روس تیل هغه وخت ګټه ورکولی شي که چرې دا تیل، څه رنګه چې حکومت وایي په ټيټه بیه وي ولې چې پاکستان د سعودې عرب او عرب اماراتو څخه هر کله تیل په ټيټه بیه اخلي.  نوموړی زیاتوي که چرې دغه لوظنامه په امریکایي ډالرو کې وي نو د پاکستان د پاره ګرانه تمامیدای شي، البته که چرې په روسې روبل کې وي نو ګټوره به وي- دپاکستان ډان ورځپاڼې د تیر نومبر د میاشتې په اتمه نیټه خپل رپوټ کې  د امریکا د بهرنیو چارو د چارواکو له خولې ویلې وو چې امریکا دا مهال نورو هیوادونو ته د روسیې د انرژۍ د صادراتو پر وړاندې بندیزونه نه لري. او هر هیواد خپل د ضرورتونو تر مخه پریکړه کولی شي- د پټرولیم وزير مملکت مصدق ملک دا هم وويل له روسیې څخه د ایل این جي د ترلاسه کولو لپاره هم  خبرې پیل شوي او په دې اړه د پاکستانې کمپنیو سره خبرو د پاره به د روس یوه ډله د پاکستان سفر وکړي- د مصدق ملک تر مخه ايران هم پرېکړه کړې، چې پاکستان ته د دوو  ميليونو پاونډو په ارزښت اضافي ایل پي جي ورکړي او په دې اړه له ګاونډي هېواد سره خبرې اترې بشپړې شوې دي چې په راتلونکو لسو ورځو کې به دغه ګاز پاکستان ته ورسېږي. د پاکستان سره د انرژۍ د ممکنه معاملې په اړه د ماسکو له لوري سمدستي څه نه دي ویل شوي البته په پاکستان کې اقتصاد پوهان دا په داسې حال کې ممکنه ګرځوي چې روس خپله دا وخت پیسو ته اړتیا لري. د مردان د عبدالولې خان پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې پروفیسر منظور علې وي او ای ډیوه ته وایي، د روس له اړخه پاکستان ته تیل ورکول ممکنه ده ولې چې هغه دا وخت په جنګ کې دی او پیسو ته اړتیا لري ځکه چې د امریکا او اروپایي هیوادونو سره یې په عام تجارت بندیزونه لګیدلې دي خو هغه وایي دا به د پاکستان لپاره هلته ګټور وي چې روس  په ارزانو او  اسانو شرطونو پاکستان ته تیل ورکړي-  پاکستان د خپلو ایل این جي اړتیاو د پوره کولو لپاره په هڅه کې دی ځکه چې د ګاز زیرمې په کال کې 10٪ کمیږي. د دې ترڅنګ د هیواد د بهرنیو اسعارو په ذخیزو کې روان کموت له بهر څخه د خامو تیلو اخستو عمل  هم محدود کړی دی. د اسټیټ بینک دتېرې اوونۍ د شمیرو تر مخه د هیواد دبهرنیو اسعارو زیرمې ۷.۴۹۸ اربه ډالرو ته راښکته شوي چې د اقتصاد پوهانو تر مخه یوازې د یوې میاشتې د وارداتو اړتیاوې ترسره کولی شي.

06.12.2022 ډیوه

په کولمبیا کې د زمکې په ښویدنې کې 34 کسان وژل شوي دي

 د کولمبیا په شمال لویدیځ کې سختو بارانونو د زمکې یو برخه په سړک غورځولې چې یو بس او ځیني ګاډي یې وهلي او 34 کسان یې وژلي دي.  د اتوار په ماښام د زمکې ښویدنې سره سم د شورو شویو د ژغورنې په هڅو کې د لسګونو خلکو مدد شوی دی. چارواکو ویلي دي  په مړو کې اته ماشومان شامل دي.  نهه نور کسان د پیوبلو ریکو په لیرې پرتو سیمو کې هم په ناورین کې ژوبل شوي دي.  د ملکي دفاع چارواکو وویل اغیزمن شوی بس له کالي ښار څخه له 25 مسافرو سره روان و او 270 کیلومیټره  مزل یې کړی ؤ خو د انډیز له غرنۍ سیمې څخه تېرېدلو چې د زمکې په ښویېدو کې ګېر شو.  د کولمبیا رسنیو رپورټ ورکړی چې یو ماشوم د خپلې مړې شوې مور په لاسو کې پاتې ؤ او ژوندی را ویستل شوی.  یوه ژوندي پاتې شوي تن وویل چې د بس ډرایور په لومړي سر کې د زمکې ښویدنې مخې له ورغلو.  اندریس ایبرګوین  Lloro Stereo ریډیو ته وویل:  "د زمکې یوه برخه ښکته روانه وه او بس لږ څه شاته و”  د باران موسم چې د اګست په میاشت کې پیل شو د کولمبیا د حکومت په وینا په 40 کلونو کې ترټولو خراب دی.  د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې نړیوال سازمان تیره اونۍ وویل ممکن د 2023 فبروري یا مارچ پورې دا بارانونه دوام وکړي.  په کولمبیا کې له دې عمله  د فصلونو زیان، د خوراکي توکو د رسولو او بیعې هم لوړې شوي دي.   د جولای په میاشت کې، د کولمبیا په شمال لویدیځ کې درې ماشومان هغه وخت ووژل شول کله چې د زمکې ښویدنې یو ځاي سکول ښخ کړو. د فبرورۍ په میاشت کې، په مرکزي لویدیځ ریسارالدا صوبه کې د سختو بارانونو له امله د خټو د ښوییدو له امله 14 کسان مړه شوي وو

06.12.2022 ډیوه

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو د ضلعي مشر په کاروان ترهګریز برید شوی، یو عسکر ژوبل

دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ضلعې پولیسو دمشر محمد شعیب خان په ډله ترهګر برید شوی چې پکې یو عسکر ژوبل شوی خو پخپله ډي پي او له دغه بریده روغ وتلی دی. تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه داري منلې ده. پولیس وایي دا پېښه نن دنهې په ورځ غرمه مهال د ضم شوې نیمې قبایلي سیمې درازنده په کوهي باره سیمه کې هغه مهال شوې ده چې د ضلعې د پولیسو مشر ډي پي او محمد شعیب سره د نورو پولیسو په علاقه کې د پولیو ټیمونو د څارنې په موخه داخستل شوؤ امنیتي ګامونو جاج اخستو. د پولیسو په بیان کې ویل شوي ترهګرو د پولیسو مشر په قافله ناتاره کړې چې یو پولیس عسکر ژوبل شوی اؤ په کوم ګاډي کې چې دپولیس مشر ناست ؤ هغې ته هم زیان رسیدلی دی. د پولیسو مشر میډیا ته جاري کړي بیان کې ویلي د پولیسو په چټک ځواب سره برید په شا تمبول شوی او برید کوونکي په تېښته کې بریالي شوي دي. هغه ویلي علاقې ته نور پولیس او پوځي سرتیري لیږل شوي ټوله علاقه یې په ګیره کې اخستې او د لټون عملیات یې بېل کړي دي . هغه ددې بېښې په اړه ویلي چې ترهګر د داسې رقم بریدونو د لارې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ارادې نه شي کمزورې کولی او د پولیس به دخپلو سرونو په بدل د علاقې د امنیت ټینګښت سره خلک خوندي کوي. ددغه پېښې ذمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې او امنیتي ځواکونو ته یې د زیان اړولو دعوه کړې خو دا دعوه ازادو یرچینو نه ده تاید کړې.  دوه ورځې وړاندې په نوښار ضلع کې وسلوالو د پولیسو پر یوه ګاډي حمله کړې وه او درې پولیس افسران یې وژلي وو، تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ددغه برید ذمه واري هم منلې وه. تیره اوونۍ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په بلېلي سیمه کې هم د ځانمرګي برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه چې څلور تنه پکې وژل شوي او شاوخوا 30 پکې ټپیان شوي وو. دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په 28م نومبر تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده.

06.12.2022 ډیوه

ایمنیسټي انټرنېشنل: سعید خوستي ممکنه ځورولې الهه دلاورزۍ له 11 نومبره ورکه ده، ژر دې خوشې شي

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشتل د افغانې مېرمنې الهې دلاورزۍ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې څو میاشتې مخکې یې په یوه وېډیو کې دعوه کړې وه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند ورسره په زور واده کړی او په جنسي توګه یې ځورولې ده، خو اوس له نومبر میاشتې راهیسې ورکه ده. ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو پر حکومت ږغ کړی چې "که الهه د دوی په بند کې وي"، نو سمدستي او بې له کوم شرطه دې یې خوشې کړي. د طالبانو حکومت یا خپله قاري سعید خوستي په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، چې الهه دلاورزۍ چېرې او په څه حال کې ده. قاري سعید خوستی د حقاني ډلې یو مهم مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نیژدې کس بلل کېږي چې مخکې د هغه ویاند وو. د الهې دلاورزۍ کورنۍ د نومبر د میاشتې پر 30مه د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ته ویلي، چې هغه د نومبر له 11مې راهیسې ورکه وه او اوس مهال د طالبانو د استخباراتو په عمومي دفتر کې ده. ایمنیسټي انټرنېشنل وایي‌ دوی په دې اړه اندېښنه لري چې هغه چېرې ده. کورنۍ یې ورته ویلي، کله چې هغې په وېډیو کې د قاري سعید خوستي په اړه دعوې رسوا کړې بیا د ممکنه ځورېدنې او نور تشدد له ډاره پاکستان ته وتښتېده. وايي الهه دلاورۍ بیا په پاکستان کې د پاته کېدو پر ځای د هغې له خوښې پرته بیرته افغانستان ته ولېږل شوه او اوس د طالبانو د استخباراتو په بند کې ده. الهې دلاورزۍ د اګست پر 30مه پر ټولنیزو رسنیو په خپره کړې وېډیو کې ویلي وو، چې دا د کابل پوهنتون د طب زده کوونکې ده او تور یې پورې کړی وو چې قاري سعید خوستي په زور او جبر ورسره نکاح کړې، په جنسي توګه یې ځورولې او وروسته يې وهلې ټکولې ده. د الهې تر وېډیو خپرېدو وروسته د طالبانو سپریم کورټ منلې وه چې الهه یې د قاري سعید خوستي د بدنامولو په تور د سپریم کورټ د مشر قاضي عبدالحکیم حقاني په امر نیولې او ویلي یې وو چې د هغې پر ضد به ژر له اسلامي شریعت سره سم مقدمه درج شي. قاري سعید خوستي هغه وخت پر خپل ټویټر دغو تورونو ته په جواب ویلي وو، چې شپږ میاشتې مخکې یې د الهې په خوښه له هغې سره واده کړی وو، خو بیا یې د ځینو ستونځو له کبله بیرته هغې ته طلاق ورکړی وو. الهې په هغه وېډیو کې په ژړا ژړا کې ویلي وو،‌ چې کېدای شي د دې وېډیو تر جوړولو وروسته څوک دا ژوندۍ ونه ویني او و وژل شي. د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو له حکومته دا غوښتنه هم کړې ده چې الهې ته سمدستي د علاج اجازه ورکړي چې وایي کېدای شي په زور افغانستان ته د ستنولو او خپلسري بند له کبله یا د مخکیني جنسي تشدد، وهلو ټکولو، اذیت یا بل ناوړه چلند له کبله ورته اړتیا ولري. ایمنیسټي انټرنېشنل وایي په ځانګړې توګه د هغو کسانو په ګډون چې الهه دلاورزۍ یې په ممکنه توګه په زور له پاکستانه افغانستان ته ستنه کړې له هغو ټولو کسانو سره دې حساب وشي چې د هغې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري.

06.12.2022 ډیوه

د پنجاب وزیراعلا ویلي تر مارچ اسمبلي نه ماتوي،خو د پښتونخوا حکومت اسمبلۍ ماتولو ته تیار دی

دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان لخوا دپنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو داسمبلیو ماتولو په پرېکړه اختلافونه پیدا شوي اؤ دپنجاب وزیراعلا پرویز الهي په صفا ټکو کې ویلي چې دمارچ تر میاشتې دپنجاب اسمبلي نه ماتوي. خو په خېبر پښتونخوا صوبه کې  بیا د پاکستان تحريک انصاف ګوند صوبايي ترجمان وايي چې کله هم د ګوند مشر عمران خان ددې صوبې داسمبلۍ ماتولو حکم وکړي نو د پښتونخوا اسمبلي به ړنګه کړل شي۔  د سياسي او پارلېماني چارو پوهان د چوهدري پرويز الهي بيان په سياسي او قانوني بنيادونو سم بولي او وايي چې د صوبايي اسمبليو ماتولو سره تحريک انصاف ګوند اوس مهال کومې ګټې نه شي ترلاسه کولی۔   د پاکستان تحريک انصاف  ګوند چېرمېن او د هېواد پخواني وزير اعظم عمران خان د وخت نه وړاندې د ټاکنو کولو په مطالبه د پنجاب او خېبر پښتونخوا دصوبايي اسمبليو ماتولو اعلان کړی خو د پنجاب وزير اعلا چوهدري پرويز الهي د" هم نيوز" نومي ټي وي چینل سره خبرو کې ويلي چې د پنجاب صوبايي اسمبلي به د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره تر مارچ میاشتې پورې دوام وکړي۔ په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي ترجمان او د اسمبلۍ غړی ظاهر شاه طورو وي او ای ډيوه ته وايي چې د پنجاب د وزير اعلh د بيان په هکله څه نه شي ويلی خو چې کله هم د پارټۍ مشر عمران خان دوی ته امر وکړي نو د پښتونخوا اسمبلي به ماته کړل شي۔ ډيوه سره خبرو کې هغه  وویل " چې کله هم خان صېب خپل هوم ورک مکمل کړي او حکم وکړي چې دپښتونخوا اسمبلي ماتول دي نو په هغې کې به د يوی لمحې هم ځنډ نه وي" نوموړي زياته کړه چې دوی لپاره اوس د ټاکنو سازګار ماحول دی او که ټاکنې کېږي نو دوی ورته 24 ساعته تيار دي۔  د نومبر په 26مه په راولپينډۍ ښار کي داحتجاجي مارچ ګډون والو ته خپله وینا کې عمران خان ويلي وو چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ پریښودو سره د "اوسني کرپټ سیاسي نظام" څخه ځان جدا کوي۔  څېړونکي او د پارلېماني چارو پوهان په دې نظر دي چې د نوموړي دغه بيان يوازې د خپل لاريون ختمولو لپاره و. دوی وايي عمران خان يو ځل بيا وزير اعظم جوړېدل غواړي خو اوس مهال د پنجاب او پښتونخوا اسمبلۍ ماتول به ورته څه ګټه ورنه کړي۔ په اسلام اباد کې مشېت د پارلېماني چارو کار پوهه قريش خټک د چوهدري پرويز الهي دغه بيان د سياست او قانون په اساس سم بولي اؤ ډیوه ته وایي " دا کال ختم شو او که هغوی اسمبلي ماته هم کړي نو وفاقي حکومت سره اپشنز يا لارې موجود دي او که هغوی (وفاقي حکومت) عدالت ته لاړ شي نو تاسو ته مالومه ده چې زمونږ عدالتونه دومره ازاد نه دي او چې دوه مياشتې په هغې کېس کې اورېدنه کېږي نو هغه به مارچ ته ورسېږي او بيا په څلورو مياشتو کې ټاکنې نه شي کېدای" ښاغلي خټک زياته کړه چې د اسمبليو ماتولو نه غوره دا ده چې تحريک انصاف سره دوه حکومتونه دي او هغې ته د دوام په ورکولو خلکو ته اسانۍ ورکړي۔ د مطبوعاتي راپورونو ترمخه د خالي په ورځ د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وويل چې ایتلافي حکومت ته يي ویلي که تاسو د ټاکنو د نیټې په ورکولو خبرې کول غواړئ نو خبرې به وکړو، او که داسې نه وي نو ډیر ژر به اسمبلۍ ماتې کړي او د انتخاباتو اعلان به وکړي۔ د اپريل په 9 مه نېټه د پخواني وزيراعظم عمران خان حکومت داپوزیشن ګوندونو دایتلاف پي ډي‌ایم لخوا دبې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شوی ؤ اؤ ترهغې وروسته په مرکز کې پي ډي ایم خپل حکومت جوړ کړی دی.

06.12.2022 ډیوه

اقتصاد پوهان پاکستان کې د اقتصادي سقوط ویرې ښیي

پاکستان بزنس فورم ویلي چي د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ پرله پسې توګه غورځېدونکي قدر د هېواد اقتصادي بحران لا پسې نور ژور کړی دی. په عین حال کې د اقتصادي چارو کارپوهانو هم د هېواد د موجوده اقتصادي وضعیت په ترڅ کې د اقتصادي سقوط وېرې ښودلي دي. دپاکستان بزنس فورم فورم مشرانو دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې پاکستان دا مهال د بهر ملکي زر مبادلې د ذخيرې د کمښت، د سېوا کېدونکي تجارتي خسارې اؤ د سېلاب له کبله د اوختي مالي نقصان سره مخامخ دی. د بزنس فورم رپورټ چې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون کې خپور شوی، رپورټ کې دمرکزى بنک څخه یې غوښتل شوي چې باید په مارکېټ کې دډالر په مقابله کې د روپۍ د نرخ په اړه د قیاسونو مخه ونیسي. هم دا ډول د اقتصاد په اړه د هېواد لويې بروکرېج هاوس ټاپ سکويورټيز په خپل وروستي راپور کې وېلي چي په راتلونکو دريوؤ کلونو کې به پاکستان ته 73 ارب ډالره قرضې بېرته ستنول وي او دا په داسې کې ده چې د بهرملکي زر مبادلې ذخیره 7 اربو ډالرو ته راکوزه شوې ده. دغه رپورټ کې راغلي چې په تېرو 7 کلونو کې په پاکستان د بهرنیو قرضو او واجباتو له کبله د پورونو مجموعي بار د 65 اربو ډالره څخه 130 اربو ډالرو ته رسېدلی دی. د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخواني وزیر حفيظ پاشا ډيوه سره خبرو کې وېلي د هېواد په ښکته غورځېدونکي د زر مبادلې ذخایر د اندېښنې وړ خبره ده اؤ دا په داسې حال کې ده چې هېواد ته بهر څخه هم ډالر نه راځي. ښاغلي پاشا وویل "د پاکستان په اقتصادي توګه د سقوط خطره لا پرځای ده. دا به کېږي که نن نه وي سبا" ښاغلی پاشا وايي پاکستان ته به په راتلونکو دریوؤ کلونو کې د تجارتي خسارې او د بېرته ستنونکو پورونو په ګډون 100 اربه ډالره پکار وي او دی نه دی خبر چې دا رقم به چرته نه راځي؟ په پاکستان کې د پېسو بدلونکې اتحادیې مشر ملک بوستان ډيوه سره خبرو کې وايي د کله نه چې اسحاق ډار د خزانې د وزارت څوکۍ ترلاسه کړې ده د هغې راپدیخوا د ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ قدر نزدې 7 روپۍ کم شوی او نوموړي د روپۍ د غورځېدونکي ارزښت علت د ډالر افغانستان ته قاچاق ښودلی دی. وايي نن په انټربنک کې د يو ډالر بېعه 224 روپۍ او په پرانستي مارکيټ کې یو امريکايي ډالرو په 231 او 232 روپۍ پلورل کېدو. اخوا د اقتصادي چارو يو بل څېړنکار شهريار بټ ډيوه سره خبرو کې وېلي چي د پاکستان اقتصاد دا وخت د بېلابېلو ستونزو سره مخ دی چې پکې لويه وجه د زر مبادلې غورځېدونکي ذخیره ده چې اوس 7 اربه ډالر پاتې شوې ده. هغه وايي کله چې د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې کمېږي نو په پایې کې برامدات کمېږي او روپۍ د فشار لاندې راځي او اوس مهال هم دغه صورتحال روان دی. ښاغلې بټ وايي دا وخت په پاکستان کې د ډالر درې بېلا بېل نرخونه چلېږي. د نوموړي په وینا په بنک کې د يو ډالر قيمت 224 روپۍ دی ،دغه شان په پرانستي مارکيټ کې ديو ډالر نرخ د 231 او 232 روپو ترمنځ دی او بل نرخ د تور بازار رېټ دی. دغلته يو امريکايي ډالر په 245 روپۍ خرڅېږي او په پېښور کې دا نرخ 5 روپۍ زيات دی. شهريار بټ وايي دا يو خطرناک صورتحال دی. په پاکستان کې د ډالر د بېلا بېلابېلو بېعو له کبله په بهر هېوادونو کې مېشت پاکستاني وګړي د زيات نرخ په لټه کې اوس ډالر د حوالې یا هنډۍ په ذريعه استوي. د اقتصادي چارو کارپوهان دا هم وايي پاکستان له به دوستو هېوادونو او مالياتي ادارو سره د پورونو په ځنډېډلي یا ورستیو نېټو د ستنولو لپاره د اوس څخه خبرې پېل کول وي. ښکاره دې وي چې سعودي عرب په دې وروستیو کې د اقتصادي مرستې په توګه د پاکستان مرکزي بنک کې ايښودلې د 3 اربه ډالرو بېرته ستنولو نېټه غځولې ده خو د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د پاکستان د اقتصاد د نهمې ارزونې خبرې لا هم نه دي پېل شوي.

06.12.2022 ډیوه

د جلال اباد ښار صرافۍ مارکېټ کې چاودنه شوې

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین وايي، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «تلاشۍ څلور لارې» چاودنې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

06.12.2022 امریکا غږ

پاکستان: سپريم کورټ د صحافي ارشد شريف د وژنې له خپله انده نوټس اخستی، د مقدمې درج کولو حکم

د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال د صحافي ارشد شريف د وژنې د پېښې از خود يا خپل ځاني نوټس واخستو، او عدالت وویل نن د نهې/ سه شنبې په ورځ به یې اورېدنه کوي.

06.12.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان او بنو کې په هدفي وژنو کې درې تنه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان او بنو جاني خېلو کې بیاد هدفي وژنو پېښې شوې چې پکې د یو قامي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

06.12.2022 ډیوه

ایران کې مظاهره چیانو د دریو ورځو لپاره ملي اعتصاب پیل کړ

په ایران کې د حکومت ضد مظاهره چیانو چې څه باندې ۳ میاشتې کیږي اعتراضونه یې پیل کړي، دوشنبه ډسمبر ۵ (لیندۍ۱۴) په ټول هیواد کې د دریو ورځو لپاره اعتصاب پیل کړ.

06.12.2022 امریکا غږ

د مزارشریف ښار کې چاودنې اووه کسان وژلي شپږ ټپیان دي

په بلخ کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي، په مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

06.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more