BBC
 شاته

فراه کې طالبانو پنځه دولتي سرتېري اعدام کړي

Image copyright f

د افغانستان په لویدیځ فراه کې سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو په دې ولایت کې شپږ کسان اعدام کړي دي.

د فراه پولیسو قومندانۍ د امنیت آمر محمد غوث ملیار بي بي سي ته وویل، پنځه اعدام شوي کسان د افغانستان د امنیتي ځواکونو سرتېري و او د شپږم هویت لا څرګند نه دی.

هغه زیاته کړه، د امنیتي سرتېرو له ډلې دوه پولیس او درې پوځیان وو.

ښاغلی ملیار والي، دا پېښه تېر مازدیګر د بکوا ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، کوم کسان چې په دار ځړول شوي، څه موده وړاندې د طالبانو لخوا د فراه په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې له ناارامو ولایتونو دی. په دې وروستیو کې ددې ولایت څو سیمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې جګړې شوې دي.