BBC
 شاته

د اولمپيک سياليو نهمه ورځ: يوسېن بولټ د سرو درېیم مډال وګاټه

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د نړۍ تر ټولو چټک انسان يوسېن بولټ د ځغاستې په سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر نهمه ورځ د جمېکا يوسېن بولټ د ۱۰۰ متره واټن ځغاستې سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

دی لومړی منډې وهوونکی دی چې درې ځله د دغې واټن ځعاستې سياليو کې د سرو زرو مډال ګټي.

پر بولټ سربېره د اولمپيک سیاليو د نهمې ورځې مهمه خبره ۴۰۰ متره ځغاسته کې د جنوبي افريقا د ويډوين نيکرک سيالي وه.

نيکرک ټاکلې واټن په ۴۳،۰۳ ثانيو کې وواهه، نوموړي نه دا چې په دغه سيالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه بلکې د امريکايي مايکل جانسن ۱۷ کلن ريکارډ يې هم مات کړ.

د اولمپيک سياليو د مډالونو جدول دلته موندلئ شئ. د اولمپيک سياليو د نهمې ورځې غوره انځورونه دلته موندلی شئ.

بلخوا د تېرو دوو ورځو په څېر د سياليو نهمه ورځ هم د بريتانيا لپاره ښه وه. د دوی لوبغاړو پنځه نور د سرو زرو مډالونه وګټل او خپل هېواد يې د مډالونه جدول کې دوهم ځای ته پورته کړ.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د بريتانيا د ټېنس ستوري اينډي مري د ارجنټاين هوان مارټن ډيل پوټرو ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يې وګاټه

د جمېکا يوسېن بولټ د ۱۰۰ متره واټن ځغاستې سياليو کې خپل امريکايي سيال ته له سختې سيالۍ وروسته ماتې ورکړه.

نوموړي ټاکلی واټن په ۹،۸۱ ثانيو کې وواهه او دوه ځله د منع شويو درملو د کارولو په تور له لوبو منع شوي کليټن ترې يوازې ۰،۰۸ ثانيې وروسته و.

د ۱۰۰ مترو نړيوال ريګارډ جوړونکي يوسېن بولټ له بريا وروسته بي بي سي ته وويل، "ما هيله لرله چې ډېره چټکه ځغاسته وکړم، خو بيا هم خوښ يم چې ومې ګټله- زه دلته د خپل هنر ښودلو لپاره راغلی يم او هغه څه مې وکړل چې ما بايد کړي وای"

له دې وړاندې بولټ په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ اولمپيک سياليو کې د ۲۰۰ او ۴x۱۰۰ متره ځغاستې سيالۍ ګټلې وې او په ريو کې يې هم د دغه واټن سياليو څخه دفاع وکړه.

يوسېن بولټ ته چې د نړۍ تر ټولو چټک انسان هم ويل کېږي، روان کال فبرورۍ مياشت کې ويلي وو، چې د ۲۰۱۷ کال د ځغاستې له نړيوالو اتلوليو وروسته به تقاعد کېږي.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د بايسکل ځغلونې په برخه کې د بريتانيا جيسن کيني د سرو زرو مډال وګاټه

بلخوا د بريتانيا د ټېنس ستوري اينډي مري د ارجنټاين هوان مارټن ډيل پوټرو ته ماته ورکړه، دی د ټېنس لومړی لوبغاړی دی چې د اولمپيک په انفرادي سيالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه ګټي.

نوموړي د ۲۰۱۲ کال اولمپيک سياليو کې هم د سرو زرو مډال ګټلی و. د وېمبلډن سياليو اتل مري دغه سيالي د خپل ژوند يوه تر ټولو "سختو سياليو ګڼلې وه"

پر مري سربېره د بريتانيا لوبغاړو هم د سرو زرو مډالونه وګټل چې په هغه کې د بايسکل ځغلونې په برخه کې جيسن کيني او د ګولف سياليو کې جسټن روز شامل وو. دا په تېرو ۱۲۲ کلونو کې په ګولف سياليو کې د بريتانيا لومړی د سرو زرو مډال دی.

Image caption د جنوبي افريقا ويډوين نيکرک د ۴۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاټه

د سيالیو د نهمې ورځې پای ته رسېدو سره امريکا د ۲۶ سرو زرو مډالونو په ګډون د ټولو ۶۹ مډالونو په ګټلو سره د جدول په سر کې ده.

بريتانيا او چين دواړو ۱۵، ۱۵ مډالونه ګټلي، د بريتانيا د سپينو زرو مډالونو د شمېر زياتوالي له امله بريتانيا په دوهم نمبر او چين په درېيم نمبر دی.

د اولمپيک لوبو پر لسمه ورځ به د سرو زرو اته مډالونو لپاره سیالۍ ترسره کېږي، چې په هغو کې منډې وهل، سوک وهل، جمناسټک، لامبو او کښتۍ ځغلولو شامل دي.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د برازيل اګاتا بېډنرزک له روسيې د سمندر غاړې واليبال سيالۍ له ګټلو وروسته خوښي کوي