BBC
 شاته

د طالبانو مشر ملا منصور له وژل کېدو څو ګړۍ مخکې ولې کورنۍ ته ټېلیفوني وصیت وکړ؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملا منصور مړی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د طالبانو یو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور څو ګړۍ مخکې له دې چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شي، پوهېده چې یوه بده پېښه کېږي.

کله چې ملا منصور د ۲۰۱۶ کال په مۍ کې له ایران د پاکستان بلوچستان سیمه کې روان و، خپل ورور او نورو خپلوانو ته یې په ټلیفون وویل چې د ده مرګ ته تیار شي.

د طالبانو یو پخوانی قومندان چې د ملا منصور کړۍ ته نږدې و له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وايي:

"هغه پوهېده چې یو څه پېښېږي. ځکه هغه د خپلې کورنۍ غړو ته وویل، چې څه وکړي او یو موټی پاتې شي".

دغه قومندان اوس د طالبانو لیکې پرېښودلې او له نومښودنې پرته وايي، له پاکستاني ملاتړو سره د اړیکو خرابېدو له امله ملا منصور ووژل شو.

د طالبانو او افغان حکومت چارواکي او ځینې لوېدیځ شنونکي په دې باور دي چې د ملا منصور په وژلو کې د پاکستان لاس شته.

د نیویارک ټایمز د شننې له مخې ملا منصور ایران ته په وروستي سفر کې غوښتل چې له روسيې او دغه هېواد وسلې ترلاسه کړي او په دې سره د پاکستان له ډېر نفوذ طالبان وباسي.

ورځپاڼې ته افغان چارواکو هم ویلي چې ملا منصور د پاکستاني استخباراتو دا خبره نه منله چې افغانستان کې بېخ بناوې، ښوونځي، پلونه او سړکونه له منځه یوسي او هم یې د پاکستان دا نه منل چې سراج الدین حقاني خپل مرستیال وګوماري.

د طالبانو یو پخوانی غړی اغاجان معتصم هم وايي، چې ملا منصور خبرو ته چمتو و او پاکستان کې یې د خبرو لپاره لوړپوړي غړي غونډو ته لېږلي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملا منصور.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق هم له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې وايي، ملا منصور له وژل کېدلو لس ورځې مخکې خپلو قومندانانو ته پیغام ولېږه چې د سولې خبرو ته د کېناستو لپاره خپل نظرونه سره شریک کړي.

"موږ پوهېدلو چې منصور یوه میاشت مخکې د سولې خبرو ته چمتو شوی و".

نوموړی زیاتوي: "ملا منصور وېرېده چې پاکستان به یې ووژني، خپلو خپلوانو ته یې ویلي و چې له پاکستان سره یې اړیکي ډېر بد دي او ممکن ووژل شي".

کله چې ملا منصور له ایران د پاکستان لور ته اوړي، په سړک کې ۳۰۰ اضافي ساتونکي درول شوي او ملا منصور درول کېږي.

له دوو ساعتونو وروسته خوشی کېږي او یوې ټیکسي ته خېږول کېږي، چې کوټې ته نهه ساعته لار ووهي.

د لارې اوږدو کې ملا منصور د خپلې کورنۍ له غړو سره پنځه څلوېښت دقیقې خبرې کوي.

نوموړی له خپل یو نږدې ملګري هم غواړي چې له ورور سره یې نږدې اوسي او د شپې مېلمنو ته تیاری ونیسي.

د افغان ولسمشر یو سلاکار اغا لالی وايي، منصور خپلې کورنۍ ته وصیت کوي چې پر بچیانو یې تعلیم وکړي او تر ډېره یې خبرې پر خپل مرګ وې.

له شپږ ساعته مزل وروسته کله چې نوموړی له ډیورنډ کرښې سره نږدې وي پر توغندي ویشتل کېږي.

جنرال رازق وايي، د پاکستان سرحدي ځواکونه له پېښې پنځه دقیقې وروسته د ملا منصور مړي ته رسېږي او له دې ښکاري چې دغو ځواکونو نوموړی څاره.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي ځواکونه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د یو پخواني سفیر رونالډ نیومن لیکنه خپره کړې.

دی له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۷ کاله په کابل کې د امریکا سفیر و.

نیومن وایي چې امریکا په افغانستان کې بیا بیا ناکامه شوې ده.

دی ګېله کوي چې د واشنګټن تر ټولو لویه ناکامي دا ده چې افغان پوځ یې په خپلو پښو ونشو درولی، نه یې هم په مناسبو وسلو سمبال کړ او نه یې هم د روزنې چاره سمه پر مخ ولاړه.

د نیومن په باور، د امریکا عمومي پالیسي دا وه چې افغان پوځ د دې جوګه شي چې جګړه په خپله پر مخ بوځي.

دی پر پخواني ولسمشر باراک اوباما نیوکه کوي چې په دې برخه کې یې ناغیړي کړې او افغان جګړې او افغان پوځ ته یې ایله دومره پیسې ورکولې چې بیخي له پښو ونه غورځي.

دی وایي چې کله په ۲۰۰۷ کال کې له کابله روان شو نو افغان پوځ هوایي ځواک نه درلود، توپخانه او لوژیستیک برخې یې نه درلودې او ان طبي خدمات یې سم نه وو، او دا ځکه چې هغه وخت امریکایي چارواکو فکر کاوه چې د افغانستان جګړه نوره پای ته رسېدلې ده.

ایکسرېس ټربیون:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption قمر باجوه.

د پاکستان ایکسرېس ټربیون ورځپاڼې د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوا هغه څرګندونې راخیستې چې د پاکستان او سعودي عربستان د اړیکو په اړه یې کړې دي.

د ورځپاڼې په وینا، لوی درستیز یو ځل بیا هوډ ښودلی چې پاکستان به د اړتیا پر وخت د سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او دفاع کوي.

جنرال باجوا همدا راز ویلي، په سعودي عربستان کې د مسلمانانو مقدس ځایونه، چې مکې او مدینې ته یې اشاره وه، د ټولو مسلمانانو لپاره سپېڅلي دي او د پاکستان پوځ به یې د تل په څېر ساتنه کوي.

نوموړي تېره ورځ د سعودي عربستان د دفاع له مرستیال وزیر محمد بن عبدالله سره په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ په مرکز کې ولیدل.

پاکستان د هغه سیمه ییز ایتلاف برخه هم دی چې د سعودي عربستان په مشرۍ جوړ شوی او په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جنګېږي.

د پاکستاني پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د دې ایتلاف مشري کوي

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

د برتانیا ګارډین ورخپاڼه لیکي چې په دې هېواد کې د ډاکټرانو او نرسانو دومره کمی دی چې اوس په ځینو سیمو او ځینو برخو کې حالت تقریباً ناورین ته ورته دی.

ورځپاڼه د یوې نوې سروې خبره کوي چې بر تانیا کې د زېږنتونونو حالت پکې څېړل شوی.

سروې وایي چې په هرو لسو زېږنتونونو کې ۹ یې داسې دي چې په کافي اندازه ډاکټران، قابلې او نور مسلکي کارکوونکي نه لري.

ورځپاڼه وایي چې دې حالت د میندوارو مېرمنو او نویو زېږېدلیو ماشومانو ته جدي ګواښ پېښ کړی.

ورځپاڼه وایي که د زیږون پر وخت یو ماشوم په نورمال ډول ونه زیږي او جراحۍ ته اړتیا پيدا شي، په ډېرو زیږنتونو کې د ولادي جراح ډاکټر ګرانه خبره ده.