BBC
 شاته

غني: جګړه کې معلول شوي افغان سرتېري کاناډا ته ځي

د معلول شویو افغان سرتېرو یوه ډله به کاناډا کې سپورټي سیالیو کې برخه اخلي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د معلول شویو افغان سرتېرو یوه ډله به کاناډا کې سپورټي سیالیو کې برخه اخلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د معلولو سرتېرو په ویاړ د مشعل روښانولو مراسمو کې ویلي، له هغو سرتیرو په کلکه ملاتړ کوي چې د افغانستان د ازادۍ لپاره یې قرباني ور کړې ده.

ولسمشر غني د معلول شویو سرتېرو د مشال بلولو په سپورټي مراسمو کې وویل: "هغه جګړه چې هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي د پردو ده او پر دغه هېواد تپل شوې ده."

ولسمشر غني ژمنه وکړه، هغه افغان سر تېري چې په جګړې کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي، له دوی او کورنۍ سره به یې مالي مرسته کوي.

د معلول شویو افغان سرتېرو یوه ډله به کاناډا کې سپورټي سیالیو کې برخه اخلي.

افغان کریکټ بورډ د 'هڅاند سپورت جایزه' وګټله

کریکټ: جامې وباسئ، معاش واخلئ

کرېکټ: ‌افغان لوبډله لندن ته روانه شوه

په دې مناسبت مشال د احمد شاه اعظمي په نوم د یوه افغان سرتېري له خوا روښان شو او دا مشال به په جرمني کې هغه روغتون ته یوړل شي، چې په جګړه کې د ټپي شویو سرتېرو درملنه کوي.

روښان شوی مشال به ۱۵ هېوادونو ته له لېږد وروسته کاناډا ته ولېږدول شي، چې په جګړه کې د معلول شویو سرتېرو تر منځ سپورټې سیالي په کې تر سره کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

دغو مراسمو کې به له ۱۶ هېوادونو څخه ۵۵۵ سرتېري ګډون وکړي، چې افغان پوځیان به هم پکې وي.

په دغو مراسمو کې چې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوي وو، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، په کابل کې د کاناډا سفیر او نورو ډيپلوماټانو برخه اخیستې وه.