BBC
 شاته

د بلخ ولایتي شورا غړي پر عطا محمد نور د فساد تورونه ولګول

عطامحمد نور د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د والي عطامحمد نور ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې

د بلخ د ولایتي شورا یو غړی آصف مهمند ادعا کوي چې د دغه ولایت د والي پر ضد یې د فساد پراخ اسناد راټول کړي او کابل ته راغلی چې لویې څاروالۍ ته یې وسپاري.

ښاغلي مومند تور لګولی چې والي عطا محمد نور په ناقانونه ډول د ګمرک او دولت عایدات وهلي او تر یو میلیارد ډالرو شتمني یې ټوله کړې ده.

د ښاغلي نور دفتر پر دغو تورونو له څه ویلو ډډه وکړه.

ښاغلي مهمند وايی دا اسناد یې چې په څلورو دوسیو کې ځای پرځای کړی له یوه نیم کال راهیسې ټول کړي او په بلخ کې یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، خو چا ځواب نه دی ورکړی.

غني: عطا محمد نور د لویو کارونو ترسره کولو وړتیا لري

جمعیت اسلامي ګوند ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو ملاتړ وکړ

د ښاغلي مهمند په وینا، په فساد کې د عطا محمد نور د ادعا شوې ښکلېتا په اړه یې په لومړی ځل یو نیم کال مخکې غږ پورته کړ.

دی وایي غږ یې چا ونه اورېد، خو له والي سره یې اړیکی مخ په خرابېدو شول.

ښاغلی مهمند ادعا کوي له هغه وروسته چې په بلخ کې ژوند پرې تریخ شو دی اړ شو چې راټول کړي اسناد کابل ته راوړي.

نوموړي ویلي: ''زما او استاد عطا ترمنځ کومه سیاسي سیالي نه شته، یوازې د هغه د فساد موضوع ده چې زه یې یادوم، یوه دوسیه یې په ښاروالۍ کې د فساد په اړه ده، بشپړ اسناد لرم، د بلخ ښاروالۍ د یوې کورنۍ بڼه غوره کړې، د ښاغلي نور او وکیلانو د کورنۍ غړي په کې ګومارل شوي دي، بله دوسیه د حیرتانو د بندر ده، دوسیه کې د میلیونونو ډالرو فساد موضوع ده، زه په اسنادو خبره کوم، بله دوسیه د ملکي روغتون ده، بله دوسیه هم د ځمکو د غصب ده چې والي صاحب او همکاران یې په کې ښکېل دي، غیر قانوني ښارګوټي او ودانۍ یې جوړې کړي دي. ''

که څه هم اصف مهمند د دوسیو دننه اسناد بي بي سي ته څرګند نه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې څېړلو ته یې باید یو لوړپوړی پلاوی وټاکل شي او لویه څارنوالۍ یې په اړه پلټنې پیل کړي:

''که یو سند مې هم دروغ و، زه حاضر یم ځواب ورکړم، بلخ کې چاته ووایو؟ د څارنوال امر هلته نه چلیږي، هلته ټول واک د عطا دی، زه له لوی څارنوال او نړیوالې ټولنې غواړم چې دوی د فساد پر ضد د مبارزې ټټر وهلی، دوی دې راشي بلخ ته چې زه فساد ور وښیم، ټوله نړۍ خبره ده چې په بلخ کې حکومت بل رنګ لري. ''

د انځور حقوق .
Image caption د بلخ والي او د جمعیت اسلامی ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت پر ضد سیاسي دریځ غوره کړی او د افغانستان د ژغورنې ایتلاف یو پياوړی غړی هم دی.

دغه ادعاوې مو د بلخ والي له دفتر سره هم شریکې کړې، د والي عطامحمد نور ویاند منیر فرهاد وویل، نه غواړي په دې اړه خبرې وکړي.

د بلخ والي او د جمعیت اسلامی ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت پر ضد سیاسي دریځ غوره کړی او د افغانستان د ژغورنې ایتلاف یو پياوړی غړی هم دی.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، هر کله چې پر ښاغلي نور د شویو ادعاو دوسیې ور ورسیږي، په اړه به یې له رسنیو سره خبرې وکړي.