د اولمپيک سياليو اتمه ورځ
-
GETTY IMAGES
د ډنمارک پرنلي بلوم د ښځينه وو ۵۰ متره لامبو کې د سرو زرو مډال وګاټه
-
GETTY IMAGES
د امریکا د هاکي لوبغاړې مېشتل وټيس (کيڼ اړخ) له خپلې ملګرې کېټ بام سره له ګول وروسته خوښي کوي
-
GETTY IMAGES
د بريتانيا محمد فرح له لوېدو سره د ۱۰ زره متره منډې سياليو کې د سرو زرو مډال خپل کړ. دا په اولمپيک سياليو کې د ده د سرو درېيم مډال دی.
-
GETTY IMAGES
د چين شينون زنګ، د ايتوپيا اټېنش ډايرو او د کېنيا هايون کېينګ د ښځينه وو د درې زره مترو ځغاستې له بشپړولو وروسته
-
GETTY IMAGES
د جنوبي کوريا جيهي جيون د ښځينه وو د ټېبل ټېنس سياليو کې له سنګاپور سره لوبه کوله
-
GETTY IMAGES
د وزن پورته کولو سياليو کې ايران د سرو دوهم مډال خپل کړـ د ۹۴ کیلوګرام وزن سياليو کې سهراب مرادي ګټوونکی شو. تر دې وړاندې ايران د سرو زرو يو بل مډال هم ګټلی و.
-
GETTY IMAGES
منډې وهونکې د ښځينو د ۳۰۰۰ متره واټن ځغاسته کې برخه اخلي
-
GETTY IMAGES
په ريو اولمپيک سياليو کې بريتانيا د ۳۰ مډالونو په ګټلو سره د مډالونو جدول کې په درېيم نمبر ده
-
GETTY IMAGES
د جمېکا يوسېن بولټ، د ټرېنېډا او ټوبګو تامپسن او د بريتانيا جېمز ډسولو د نارينه وو د ۱۰۰ متره واټن ځغاستې پر مهال. په دغو سياليو کې يوسېن بولټ تر ټولو مخکې راغئ.
-
GETTY IMAGES
د بريتانيا ښځينه لوبغاړې له خپلو مډالونو سره
-
GETTY IMAGES
د بريتانيا جسيکا اينس هېل د اوږده ټوپ سيالیو کې د سپينو زرو مډال وګاټه