هلمند کې د جګړې له کبله زرګونه خلک تښتېدلي
افغان چارواکو بي بي سي ته ویلي، په هلمند ولایت کې د جګړې له کبله زرګونه وګړي له خپلو مېنو تښتېدلي دي.
ډېری تښتېدلي په مرکز لښکرګاه کې ځای پرځای شوي. د هلمند پر ګڼو سیمو له څو میاشتو راهیسې بریدونه روان دي.
افغان دولت د هلمند ناوې او ورڅېرمه سیمو ته د طالبانو د بریدونو تمبولو لپاره ځانګړي ځواکونه استولي دي.
طالبانو وروستیو کې د هېواد پر بېلابېلو سیمو بریدونه پیل کړي. په ۲۰۱۴ کال له هلمنده د بریتانیايي، امریکايي او نورو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو جګړې او بریدونه ډېر کړي دي.
په هلمند ولایت کې د کډوالو چارو چارسمبالي مشر نقیب الله بي بي سي ته وویل، د هلمند له بېلابېلو سیمو شاوخوا درې زره کورنۍ د جګړو له کبله خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي:
"دوی خوړو او نورو مرستو ته اړ دي. د خوړو نړیوال سازمان ادارې ۸۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو رسولو ژمنه کړې، خو دا مرستې تر اوسه کندهار کې دي او د کندهار – هلمند ترمنځ غځېدلې لار دا مهال بنده ده".
د کندهار – هلمند د لویې لارې مسافرو ویلي، د لارې په بندېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
د چارشنبې په ورځ طالبانو د ناوې ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه، چې حکومت یې دا خبره رد کړه او د لښکرګاه د ټینګولو خبره یې وکړه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، د ناوې او ناد علي ولسوالیو جګړه کې تر ۸۰ ډېر طالب اورپکي وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو کومې خپلواکې سرچینې دا خبر نه دی تایید کړی.
د هلمند په جګړه کې د امریکايي او افغان ځواکونو د هوايي بریدونو خبرونه هم ورکړل شوي.
ناوه د هلمند ولایت لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه چې مرکز لښکرګاه ته د یوه مهم پله په توګه یادېږي.
افغان امنیتي چارواکي وايي، لښکرګاه به د طالبانو لاس ته له لوېدو وژغوري.
په ۲۰۰۶ کال بریتانیايي ځواکونه د هلمند د امنیت نیولو مسؤول وو، خو دوه کاله وړاندې افغانستان کې د ناټو جګړه ییز ماموریت پایته رسېدو سره له هغه ځایه ووتل.
افغانستان کې تر ۴۵۶ ډېر بریتانیايي سرتېري وژل شوي.