BBC
 شاته

د مینې په پار پر لندن برېج خلکو ته د ګلابو ډالۍ

ګلابونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانوي مسلمانانو یوې ډلې د "مینې او یووالي" ښودلو په پار پر لندن برېج (پول) په زرګونو ګلابونه کېښودل.

د برتانوي مسلمانانو یوې ډلې د "مینې او یووالي" په پار پر لندن برېج خلکو ته ۳ زره ګلاب ډالۍ کړل. په دغه ځای کې نږدې اوونۍ وړاندې د ترهګریز برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

لندن برېج هغه پول دی چې درې "ترهګرو" په ګڼه ګوڼه کې پر خلکو د موټر خېژولو هڅه وکړه او بیا یې خلک په چاکوانو ووهل.

په هغه پېښه کې اته کسان وژل شوي او تر پنځوسو پورې ټپیان شول.

د زرو ګلابونو ټولنه

د زرو ګلابونو په نوم دا نارسمي ډله له دغه برید وروسته جوړه شوه.

د دې ډلې مشري برتاتوي مسلمانان کوي، خلکو ۶۰۰ پونډه ورکړي چې ګلان پرې واخلي او هر هغه چاته یې ورکړي چې د دې غمیزې په ځای کې حاضر وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نانسي: په هر دین کې ښه او بد خلک شته، زه هیله منه یم چې خلک به دا خبره را سره ومني

د دې مراسمو تنظیموونکي وایي، "هر ګل باندې نړۍ ته د مینې پیغام" درلود.

دې ډلې په خپل فېسبوک کې ویلي "په داسې حال چې د هغه ټکان څپې لا هم شته، موږ د هغو خلکو په خلاف ولاړ یوو، چې بېلوي مو".

یوې تنظیموونکې زکیه باسوا ویلي "د لندن برېج پېښې وروسته موږ د مینې ښودلو دا سمبولیک کار د هغو ټولنو لپاره کوو چې دې برید اغېزمن کړي دي".

"ټول پیغام دا دی چې موږ د لندن برېج یا بل پول غورځېدلو ته نه پرېږدو".

د مسلمانانو د دې کار په هکله خلک څه وايي؟

ډېری هغه کسان احساساتي وو چې د لندن برېج د ترهګریزې پېښې د قربانیانو د یاد لپاره یې له مسلمانانو دا ګلان ترلاسه کړل.

لنډونر الیدا ارکولانو وايي "دا د مینې کار دی، دا هغه څه دي چې ښيي لندن یو ښار دی".

"دا هغه څه دي چې خلک یې باید په یاد وساتي، سره له دې چې هرڅه شوي دي، دا لوی سمبول، که بل څه نه پر کېږي، خلک خو سره یو کوي".

د امریکا د ماساچوسټ ۶۱ کلنه نانسي کناټا وايي "د دې لیدل ډېر خوند کوي، زما په اند دا ښه ده چې مسلمانان دا کار کوي، په مسلمانه ټولنه کې هرڅوک دا بریدونه نه کوي. په هر دین کې ښه او بد خلک شته، زه هیله منه یم چې خلک به دا خبره را سره ومني".

سیلانیان لندن برېج نه پرېږدي

مېرمن کناټا له خپل ۶۳ کلن جیټانو سره په اودږمهال رخصتۍ لندن ته راغلې او د لندن برېج لیدل یې هم د پلان یوه برخه ده.

دوی تېر کال په اکټوبر کې دا سفر پلان کړی او وايي، داسې فکر یې هېڅ کله هم نه دی کړی چې دا پلان بدل کړي.

د هغې خاوند وایي "موږ فکر کاوه چې دا به خوندي وي او ان ډېر امنیت به وي، خو موږ داسې پېښه لیدلی شو، اوس موږ ځان ډېر خوندي بولو".

نوموړی هیلمن دی چې نړۍ به د لا ښه والي پر لور درومي.