پر ایران بندیزونه؛ هند ته د چابهار پراخولو خنډونه
لوېدیز تولیدوونکي د چابهار بندر د پراخولو لپاره له وسایلو برابرولو ډډه کوي، چې هند یې پروژه په غاړه اخیستې ده.
دغه شرکتونه پر ایران د امریکا د نویو بندیزونو له لګېدلو اندېښمن دي او په غور سره ګام پورته کوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، دا مسله په سیمه کې د نوي ډېلي خیال پلوونه زیانمنوي.
د افغانستان ولسي جرګې د چابهار هوکړه لیک تایید کړ
"د تاپي په نوم له افغانستان تېرېدونکې ګازي نللیکه له پاکستانه پیلیږي"
چابهار بندر د عمان سمندرګي شمال پر غاړه او د هورمز تنګي اوږدو کې پروت دی.
دا بندر افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لېږد لارې او د خپل اصلي سیال پاکستان د لرې کولو لپاره هند ته د هیلو پوره کولو دروازه ده.
د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ له اټومي تړون وروسته چې له امله یې پر تهران د اټومي پروګرام اړوند بندیزونه لرې شول، هند د دې بندر د پراختیا چټکولو ته ۵۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړل.
خو هغه هندي حکومتي شرکتونه چې د چابهار د پراختیا کار په غاړه لري تر اوسه یې د دې پروژې د وسایلو د تامین لپاره د کرېنګونو (جر ثقیلونو) او فورک لېفټونو ( چنګکي کرینګونو) په څېر ان یوه بولۍ یا داوطلبي نه ده کړې.
دا خبره د رویټرز خبري ژانس ته هغو دوو سرچینو کړې چې هند د حکومت ته نږدې دي او په بهر کې د دغه هېواد بېخ بنايي پروژو کې بدلون له نږدې څاري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټاکنیزو هڅو کې له ایران سره اټومي تړون وغانده او په جنورۍ کې تر واکمنېدلو راهیسې ایران د منځني ختیځ نورو هېوادونو ته ګواښ بولي.
دوو هندي چارواکو له رویټرز سره په جلا جلا مرکو کې ویلي، چې لوېدیز شرکتونه په دغه بولۍ کې ګډون ته تیار نه دي.
د دغو دوو چارواکو په خبره، د لیبهر سوېسي شرکت اینجینري ډلې او د فنلنډ کاون کرنیز او کارګوتک شرکتونو د چابهار بندر د پراختیا مسوول هندي شررکت اینډیا پورټس ګلوبل ته ویلي، د امریکا د ګونګ سیاست له امله یې بانکونه له ایران سره اړوند چارو کې اسانتیاوو برابرولو ته زړه نه ښه کوي او په دې دلیل د چابهار بولۍ کې ګډون نه کوي.
دا شرکتونه د کانتینري ډنډونو (چې له بېړیو پکې مواد کوزېږي) او ترمینلونو (چې بېړۍ پکې لنګر اچوي یا تشېږي او بیا ډکېږي) د جوړولو لپاره د وسایلو بازار په واک کې لري.
یوه هندي چارواکي دغه خبري اژانس ته ویلي: "اوله بولۍ په سپټمبر کې وشوه، خو د بندیزونو د نوي کېدلو د اندېښنې له امله غوښتونکو شرکتونو لږ لېوالتیا ور سره وښوده. دا اندېښنه له جنورۍ را هیسې ډېره شوې ده".
د دغه چارواکي په خبره، له سپټمبر را هیسې ځینې بولۍ ځکه درې ځله وشوې چې هېڅ یو شرکت یې هم د ترلاسه کولو غوښتنه ونه کړه. یواځې د زېډ پي اېم سي په نوم چینايي شرکت د وسایلو برابرلو ته ټټر وهلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټاکنیزو هڅو او له بریالي کېدلو وروسته هم له ایران سره د شپږو قدرتونو اټومي تړون "تر ټولو بد" بللی دی او تېره میاشت یې پر ایران د یو لوریزو بندیزونو د نه لرې کولو بهیر نور هم اوږد کړ.
د ایران په تړاو د ډونلډ ټرمپ په سیاست کې ناڅرګندتیا له نړیوالو شرکتونو سره هغه تړونونه هم ځنډولی چې ایران یې د تېلي ډګرونو د پراختیا او سپرلۍ وړونکو الوتکو د پېرلو لپاره کوي.
په ایران کې د هند سفیر سارات کوما وايي، د چابهار بندر لپاره د وسایلو برابرولو بهیر روان دی او د ځینې اړتیا وړ کرېنګونو جوړول۲۰ میاشتې وخت نیسي.
هغه دا هم وویل، چې بانکي بهیر هم ورو ورو ښه کېږي.