BBC
 شاته

د فرانسې ولسمشر د لوی بري پر لار

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ګوند داسې تمه ده چې پارلماني ټاکنو کې خورا ښې پايلې ولري.

فرانسه کې د ولسمشر مکرون هيلې په زياتېدو دي، چې د دغه هېواد پارلماني ټاکنو پر واک منګولې لا ټينګې کړي. له لومړي پړاو ووټ يا رايو وروسته وختي نښې نښانې ښيي، دی د خپل ګوند لپاره چې يوازې يو کال مخکې یې جوړ کړی، د لوی اکثريت خوندي کولو پر لار دی.