پاکستان کې دين ته د سپکاوي قانون په يوه حساسه مسئله اوښتی
دين ته د سپکاوي قانون، پاکستان کې په يوه حساسه مسئله اوښتی، د مشال خان کورنۍ وايي هغوی چې د دوی زوی یې په ظلم وژلی بايد محاکمه شي.
پاکستان کې د ترهګرۍ ضد يوې محکمې يو کس د دې ادعا پر سر پر مرګ محکوم کړی، چې پر فېسبوک یې دين ته سپکاوی کړی و. دا لومړی ځل دی چې پر ټولنيزو رسنيو د څرګندونو له امله يو څوک په مرګ محکومېږي.
د تېمور رضا محکومېدل دين ته د سپکاوي پر وړاندې په لوړه کچه ځپونکو تدبيرونو کې راځي. تېر اپرېل د مردان عبد الولي خان پوهنتون کې هم يو زده کوونکی مشال خان د نورو زده کوونکو له خوا دين ته د سپکاوی په تور ووژل شو.
اوس يې کورنۍ وايي هغوی سره بايد حساب وشي چې د دوی زوی یې په ظلم وژلی دی.