BBC
 شاته

قطر بحران ته د دیپلوماتیک حل هلې ځلې

نن د قطر د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره په مسکو کې ولیدل. وړاندې قطر د ترهګرو هغه تور لست رد کړ چې سعودي او ملګرو یې خپور کړی و.

په هغه کې د ۵۹ قطر مېشتو کسانو او ۱۲ ادارو نومونه شامل دي. په عین حال کې سعودي او ملګرو یې د امریکايي ولسمشر ډانډ ټرمپ د هغې خبرې هرکلی کړی دی چې له قطره یې غوښتي د ترهګرو ملاتړ پرېږدي.