BBC
 شاته

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند څنګه دی؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د طالبانو تر واک لاندې ژوند

د امریکا په مشرۍ له یرغل شپاړس کاله وروسته، طالبان د افغانستان تر درېیمه برخه هم پر ډېرو سیمو ولکه لري.

هېواد په کړکېچ کې ګیر او په وروستیو میاشتو کې د ګڼ شمېر بریدونو شاهد دی.

سویل کې یو شمېر مهم ښارونو د طالبانو تر ولکې لاندې دي. زموږ خبریال اولیا اطرافي څلور ورځې د جګړې لومړۍ کرښه کې تېرې کړي چې وګوري د طالبانو لاس ته لوېدلو سیمو کې ژوند څرنګه دی.

د هلمند سنګین ښارګوټي کې تر شلو ډېر سړي په خټینې کلا کې پلتۍ وهلي ناست ول. د څوارلسمې سپوږمۍ رڼا کې د دوی تورو لونګیو د دوی پر لمر وهلو څېرو تور سیوری خپور کړی و.

دوی د طالبانو ځانګړي ځواکونه ول چې "سره قطعه" یې بولي. دوی د خپل قومندان ملاتقي خبرو ته په سړه سینه غوږ نیولی و. هغه د جګړې کیسې کولې او دوی خپل M4 ټوپکونه داسې ښورول لکه ماشوم ته چې اللو وايې. د M4 ټوپکونه چې شپه لید، نایټ ویژن لري یو له هغو لاملونو دی چې دوی یې په مټ د هلمند ولایت نژدې ۸۵ سلنه له نه چندان مجهزو افغان ځواکونو نیولې ده.

خو دغو بریاوو د طالبانو مشران له داسې ننګونې سره مخامخ کړل چې تمه یې هم نه کوله.

پر هغو خلکو چې دوی اوس واکمن دي تر یوې لسیزې ډېر یې د دولت له خدمتونو سره ژوند کړی دی.

د دغه ځای وکړي له ښوونځیو، روغتونو او پرمختیا سره بلد شوي. نو څنګه کېدای شي داسې يوه ډله چې یوازې د سیمو پر نیولو تمرکز لري، هغه وچلوي؟

Image caption د موساکلا په بازار کې د نرانو ګڼه ګوڼه ډېره وي خو ښځې نه تر سترګو کېږي.

طالبانو سره د کتلو لپاره مو څو میاشتې انتظار واېست. خو د سږ ۲۰۱۷ مې میاشت کې په دې بریالي شوو چې پر موټرسایکل یو هلک تعقیب کړو او ګرشک کې له لومړۍ کرښې واوړو. موږ د کابل هرات پر لویه لار د کندهار پر لور روان شوو.

کله چې د افغان پوځ یوې پوستې ته ورسېدو زلموټی له لویې لارې کیڼ لاس ته تاو شو او د خورو ورو استوګنځیو پر لور ولاړ.

هغه موږ د طالبانو دوو غړو ته ور وسپارلو چې یوه موقتي مرکز کې ول. یو یې له موږ سره په موټر کې کښېناست او بل یې پر موټرسایکل موږ د زنبولی سیمي پر لور زموږ لارښوونه کوله.

هلته موږ ته د طالبانو د ځانګړو ځواکونو مشر ملاتقي په تمه و. هغه د خپلو کسانو له یوې ډلې سره ولاړ و چې ټولو سره پرمختللې وسلې وې. زموږ د کتنې په ټوله موده کې له موږ سره د طالبانو یوه رسنیزه ډله مله وه. د افغانان له دود سره سم هغوی میلمه پال ول خو پر هغه څه یې څار درلود چې موږ کتل.

موږ ته تریاکو سره له تړلو مسلو د فلم اخیستنې اجازه نه وه. د تریاکو سوداګري له دغې سیمې سره تړلې ده او له طالبانو سره مالي مرسته کوي. ما هڅه وکړه د دوی مشر اسد افغان ته د انګلیسي ژبې اصطلاح چې وايي "په کوټه کې یو فیل دی" تشریح کړم. هغه زما پر اوږه لاس کېښود او ویې ویل:" تریاک زموږ اقتصادي مجبوریت دی، خو زموږ هغومره بد اېسي چې ستا بد اېسي".

موږ د طالبانو واکمني لومړی په بازار کې ولیدله. پر سنګین ولسوالۍ تر یوې لسیزې اوږدې مودې کې ډېرې جګړې وشوې او په سلګونو برتانویان، امریکایان او افغان سرتېري په کې ووژل شول، خو بالاخره د ۲۰۱۷ کال مارچ کې د طالبانو لاس ته ولوېده.

Image caption د طالبانو ځانګړي ځواکونه ډېر مجهز دي
Image caption د سنګین د پولیسو پوسته له بمبارۍ وروسته

د سنګین زوړ بازار د ښار د نیولو په جنګونو کې هوار شو. موږ په ګوزاره یي ډول جوړ شوي بازار کې چې له ترپالونو او بکسونو جوړ شوی دی وګرځېدلو.

د خوړو له یوې کراچۍ سره دوو کسانو سره دعوا کوله. دوکاندار حاجي سیف الله په لوړ غږ ویل:" زه خو یې لوستلی نه شم". هغه زیاته کړه:

"زه څه پوه شم چې د بسکېټو وخت تېر دی."

خپله لونګۍ یې تاو او یوې یوه خوا ته یې کړه. هغه بل کس د طالبانو د سنګین ښاروال نورمحمد و. هغه امر وکړ چې حاجي سیف الله د درېیو ورځو لپاره بندي شي او جریمه هم تحویله کړي.

Image caption د طالبانو له خوا د سنګین ښاروال د پطرول د اندازې د ازمایلو لپاره د جګ په ډول لوښي سره

د ښاروال په لست کې دوهم کار چې باید یې وکړي، د پطرول ازمایښتي د جګ په ډول لوښی و چې معلومه کړي ایا د پلورونکو اندازه سمه ده که نه. تر هغه وروسته یې دا پلان درلود چې د دروغو ډاکتران معلوم کړي. پر روغتیا دا د طالبانو ډول څار و.

تر هغه وروسته موږ په اصطلاح د طالبانو د پلازمېنې موسا کلا پر لور وخوځېدو. له ښاره لږ رادېخوا موږ یوه ګرځنده بازار ته ورسېدو چې د وچ سیند پر لمنې جوړ شوی دی.

Image caption د موساکلا ځوان سوداګر

که له یوې خوا موسا کلا د تریاکو لپاره مشهور دی، اقتصادي شاه رګ هم دی. سوداګر ان د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې هم دې بازار ته راځي چې په کې موټرسایکل، غواګانې، ایسکریم او ان غیرمعمول شیان لکه پوځي مهمات رانیولی شي.

بازار کې چې راکړه ورکړه هم په پاکستانۍ کلدارو کېږي، د کلاشینکوف مرمۍ اصلاً ۲۵ کلدارې دي. د روسۍ پیکه یا ثقیل مرمۍ ۴۰ کلدراې دي خو دوکاندار ویلې، دا چې له افغان امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر مهمات نیول شوي نو بیه یې ۱۵ کلدراو ته راټیټه شوې. موږ ته په سنګین کې د خوراکي توکو د روغتیا په اړه د طالبانو ګامونه جالب ول، موسا کلا کې مو لا نور څه ولیدل. سره له دې چې د طالبانو پلازمېنه وه، ښوونځي او روغتونونه اوس هم کابل کې د حکومت له خوا چلېدل.

Image caption د موساکلا په بازار کې د وسلو مرمۍ لیلام شوې وې

د حکومت له خوا د موساکلا د پوهنې رییس عبدالرحیم وویل: " حکومت په دې وروستیو کې تفتیش وکړ، زموږ ښوونځي یې رسماً ثبت کړل. زموږ د یوه کال معاشونه چې بند ول وروسته راکړل شول. "

هغه وویل طالبانو د حکومت له مفتشینو سره ستونزه نه درلوده او سیستم هم ښه پرمخ روان دی. دی وايي:" حکومت موږ ته قرطاسیه او هرڅه راکوي، موږ دولتي نصاب پلی کوو او طالبان هم ورسره ستونزه نه لري".

خو هرڅه په کرارۍ پرمخ روان نه و. د امریکا پرمختیايي اداره وايي په ټول افغانستان کې د ښوونځي ۴۰ سلنه زده کوونکي نجونې دي. خو په موساکلا کې داسې نه ده. د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه ده تللې. نجونې له زده کړې له پخوا بې برخې شوې وې، ځکه چې دا یوه خورا دودپاله سیمه ده.

Image caption موساکلا کې هلکان ښوونځي ته ځي خو نجوني نه.

هلکانو ته بیا کافي وسایل نه ول. یوه زده کوونکي دادالحق وویل: " دا چې امن دی زموږ ښوونځي ښه پرمخ ځي، خو یوه ستونزه مو دا ده چې کافي کتابونه نه لرو. یو زده کوونکی د ریاضی کتاب نه لري بل د کیمیا نه لري."

یو څه ته مې پام شو چې طالبانو د زده کړې په برخه کې په دوامدار ډول بدل شوي. تر ۲۰۰۱ کال وړاندې د دوی د واکمنۍ پر مهال لږ شمېر هلکان ښوونځي ته تلل.

سنګین کې د حاجي سیف الله په شان بېلګو کلیوال افغانان دې ته رامات کړي چې زده کړه او سواد ډېر مهم دي. برخلاف د هغه څه چې پخوا به ویل کېدل، زده کړه دې نه کافر کوي.

اوس داسې ښکاري طالبان په دې پوه شوي چې دوی د تل لپاره له عصري نړۍ سره ځان نه شي جنګېدی، نو پرېکړه یې وکړه چې د خپلو اصولو پر بنسټ ورګډ شي.

Image caption اوس نو په هلمند کې خلک له برېښنا سره بلد شوي.

د طالبانو د رسنیو همغږي کوونکي اسد افغان یو متل ووایه چې:" که اور مو کور راوسوځاوه، خو دیوالونه یې لا کلک کړل." هدف یې دا و چې طالبانو له تېره زده کړي چې له مډرن والي یې ځان ګوښه کړی و.

ډېری وايي چې طالبانو کلیوالو سیمو کې قانون او امنیت راوستلی دی. په دغو سیمو کې د سوداګرۍ وده د پام وړ ده.

موږ د ولسوالۍ له روغتونه کتنه وکړه چې د ښوونځي په ډول د حکومت له خوا یې پیسې ورکول کېدې خو چارې یې د طالبانو له خوا پرمخ تلې. تمه دا ده چې ۱۲۰٫۰۰۰ وکړو ته خدمت وکړي خو ډېرې لومړنۍ اسانتیاوې یې نه درلودې. ښځینه ډاکتره یې هېڅ نه درلوده او نه یې هم د ماشومانو متخصص درلود. ان د سینه اکسرې هم په کې شونې نه وه.

یوه ډاکتر وویل، د دوه ګوني سیستم له مسولیته د تېښتې او د فساد زمینه برابره کړې ده. دغه ډاکتر وویل: " نه یوازې زه چې د ټول روغتون کارکوونکو خپله شپږ میاشتنۍ تنخواه نه ده اخیستې. مدیران پر کاغذونو ډېر څه لیکي خو په عمل کې څه نه کېږي. زموږ د درېیو میاشتو دارو درمل یوه نیمه میاشت هم نه کېږي...ځکه کله کله طالبان راځي او د ځان لپاره دوا غواړي."

یوې نرسې په روغتون کې کار کاوه او موږ د روغتیايي خدمتونو برخه کې د طالبانو له مشر عطاالله څخه وپوښتل چې که مرکه ورسره وکړی شو، خو هغه ونه منله.

مېړه یې ورته ویلي ول چې له مرکې سره یې ستونزه نه لري خو عطاالله وویل: " دا ستا حق دی چې اجازه ورکړې او زما مسولیت چې پرې یې نه ږدم. که موږ د مرکې اجازه ورکړو نو زموږ او د حکومت ترمنځ توپیر په کې څه کې شو؟"

د طالبانو په سیمه کې چې زه د څلورو ورځو لپاره وم، ما ښځې یوازې په کلینیک کې او له یوه ځایه بل ځای ته له خپل محرم سره د سفرکولو پر مهال ولیدې. نارینه دلته غواړي ښځې هروخت له نظره پناه په کور کې وي. ان که طالبان هم دلته نه وی، کېدی شي له اوس سره یې توپیر لږ وی.

ځینې فعالیتونه محدود ول. په موساکلا کې د امنیتي او مذهبي ملحوظاتو له کبله د موبایل او انټرنت کارول، فلم اخیستل او موسیقۍ د وسیلو غږول منع ول. یوه ځوان هلک راته وویل د یوه هندي فلم د کتلو پر سر یې ۴۰ دورې خوړلي دی.

طالبانو پر بچه بازۍ بندیز ولګاوه. له همجنس خوښوونکو سره هم د طالبانو چلند ډېر جدي دی، که څه هم داسې ښکاري چې د طالبانو پر قانوني بهیر فساد او شناخت اغېزه لري.

Image caption پخوا به مو د طالبانو په واکمنۍ کې داسې پوسترونه نه لیدل

تناقضونه شته. موږ ته د فلم اخیستو اجازه راکړل شوه او د طالبانو له خوا زموږ رسنیز څارونکی پر موبایل غږېده. موږ له داسې لوحو تېر شوو چې لوېديځوالو مېرمنو په کې د غاښو د کلینیکونو اعلان کړی و. دا د طالبانو له هغه وخت سره ډېر لوی توپیر دی چې پر داسې عکسونو یې بندیز لګولی و.

سره له دې چې پر انټرنټ بندیز و، موږ ته وویل شول چې په لسګونو ځایونه شته چې بهر ته د نښلولو لپاره وای فای درکوي. د ترکي او هندي سریالونو ځینو مینه والو کوچنیو تلویزیونو سره سټلایت دېشونه وصل کړي.

ما له یوه ځوان هلکي نه وپوښتل چې، که طالبان خبر شي، نه وېرېږې؟ ما ته یې کړل: "دوی زموږ پر تلوېزیون او وای فای خبر دي. خو فکر کوم چې هغوی هم ګوري او منتظر دي چې څه کېږي. "

زموږ د کتنې په موده کې په دې پوه و چې طالبان له موږ سره احتیاط کوي، دې ته یې پام و چې زموږ په فکر کې یې ښه خاطره پاتې شي. سنګین او موساکلا دواړه طالبانو ته مهم دي نو د سیمه ییزو خلکو خوشحاله ساتلو ته یې اهمیت ورکاوه. موږ واورېدل چې په نورو سیمو کې د طالبانو چلند جدي دی.

د طالبانو لپاره د عصري کېدلو پرلور ګام اخیستل ستونزمن غوراوی دی، که یې خپل کړي کنترول او مذهبي مشروعیت له لاسه ورکوي، که یې نه کړي د جزیرې په شان ګوښي کېږي.

کله چې د حکومتولۍ خبره شي، فکر کېږي د طالبانو د ضعف ټکی د دوی سیاسي فلسفه ده، او یا یې نه شتون. له لومړي سره د دوی ټول پام پر جګړې ورټول و او د سیاسي فکر لپاره ساحه ډېره محدوده وه، بریا یې ورته تر ټولو لوی غچ اخیستنه شوه.

یوه سپین ږیري سرښوونکي وویل: " طالبان هر څه ته د جګړې له عینکو ګوري او د جګړې ګتل ورته د ژوند موخه ښکاري."

Image caption د هغو هلکانو راتلونکې به چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې ژوند کوي ژوند کوي څه وي؟

ما ور په زړه کړل چې طالبانو د اطاعت او نظم عادت هم درلود، ایا دی فکر نه کوي چې دوی به وکړی شي همدغه ډول ځان سیاست ته وقف کړي؟ سپین ږیري سر ښکته واچوه او سر یې وښوراوه، ځواب یې منفي و.

د شپې به له سیمه ییزو طالب قومندانانو سره پر سترخوان ناست و او پر دې مسلو به غږېدو.

یوه شپه یوه طالب قومندان هڅه وکړه موږ قانع کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کول له پاتې راتلونکي حکومت څخه ښه دی. خو زما فکر کې دا وګرځېدل، هغه نړۍ چې دوی یې غواړي جوړه کړي د بېخي نه بدلېدونکې انساني ټولنې لپاره دی.

ما وویل په ټولنه کې ګډوډي وي، مُغلقه وي او بدلېږي رابدلېږي او نه پوهېږم چې څنګه به شونې وي چې یو حکومت یې په یوه نه بدلېدونکي چوکاټ کې وساتي.

Image caption سنګین کې اوس هم د پولیسو پوستې سره د برتانوي سرتېرو لوحه شته چې هلته مېشت ول.

مشر چې مصور صاحب نومېده، نری سړی و، اوږده ږيره یې وه او شنې سترګې یې درلودې. دی پر خپله خبره ولاړ و او ویې ویل: " زموږ حکومتداري د سپېڅلي کتاب پر بنسټ ده. دا د هرې انساني ټولنې لپاره تر ټولو ښه لاره ده. افغانان تغییر منونکي خلک دي، کله چې موږ د لومړي ځل لپاره د هېواد واګې ترلاسه کړې، خلکو ژر خپل کالي زموږ په ډول کړل. ډاډه یم چې بیا به زموږ نظام سره ځان عیار کړي".

هغه نه شو منلی چې خلک دې د طالبانو د واکمنۍ مخالفت وکړي. کله چې بېرته د حکومت تر ولکې لاندې سیمې ته راغلو، زما پام شو چې د وسله والو ډلو تشریح کول دغومره اسانه نه ده او له تناقضه ډک دی. سره له دې چې په تېر کې ګیر پاتې دي خو هممهاله ډېر بدل شوي هم دي. دوی دا اړتیا احساسوي چې باید عصري نړۍ سره ځان برابر کړي، خو فکر کوي چې د دوی د حکومتولۍ بڼه تر ټولو ښه ده.

په هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي هڅه کوي فضا سوله ییزه وي، خو نورو ځایونو کې خپلو مرګونو بمي بریدونو ته دوام ورکوي. دوی ته د ځانګړي شوي ډول اسلامي دولت د جوړولو هوډ لا نه دی بدل شوی، او اوس هم جګړې ته دوام ورکوي ځکه چې فکر کوي ګټونکي دي.