BBC
 شاته

هلمند بمباري: امریکايي ځواکونو بښنه غوښتې

د انځور حقوق EPA
Image caption افغان ځواکونو په هلمند کې له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه لګیا دي

امریکايي ځواکونو په یوه اعلامیه کې د هلمند نادعلي کې په تېروتنه د دوی هوايي ځواک بمبارۍ کې د افغان سر تېرو وژل کېدو پېښې په اړه بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې څېړنه یې پیل کړې ده.

امریکايي چارواکي وايي، افغانستان کې یې دېره هوايي ځواک په تېروتنه لږ تر لږه دوه افغان پولیس وژلي دي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. ویل کېږي په هلمند کې کې د ګډو عملیاتو پر مهال د امریکايي الوتکو بمبارۍ کې دغه پولیس وژل شوي دي.

د جګړې لومړۍ کرښه کې نښه ویشتونکي او شین چای

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند څنګه دی؟

د هلمند سنګین ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی

له هلمنده د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی، چې امریکايي ځواکونو په تېروتنه افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي.

دغه ولایت کې وسلوالو طالبانو یو شمېر سیمې لاندې کړې دي. ا پېښه په نا امنه نادعلي ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې افغان ځواکونه پر ګزمه بوخت وو. ویل کېږي، چې وژل شوي سرتېري د افغان سرحدي ځواک غړي وو.

افغان چارواکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې افغان سرتېرو له بریده مخکې د طالبانو یوه مرکز ته ډېر نژدې ګزمه کوله. دوی وايي برید کې د حکومت یو شمېر وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.

دا وروستیو میاشتو کې طالبانو د هلمند ځینې سیمې لاندې کړې او پر مرکز لشکرګاه یې فشار ډېر کړ.

هلمند ته د سلګونو امریکايي سمندري ځواکونو رسېدل د افغان ځواکونو روزنې او مرستې یوه برخه ده.

د انځور حقوق RUHULLAH ROHAN
Image caption هلمند ته د سلګونو امریکايي سمندري ځواکونو رسېدل د افغان ځواکونو روزنې او مرستې یوه برخه ده.

دا وروستیو میاشتو کې چې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او یو شمېر نورو نړیوالو مشرانو د نورو سرتېرو لېږلو غوښتنه شوې افغانستان کې د امریکايي جنګي الوتکو بریدونه پام وړ ډېر شوي دي.

بل لور ته پلازمېنه کابل کې له یوې خونړۍ چاودنې په ګډون، چې له ۱۵۰ ډېر کسان یې ووژل، افغانستان کې د طالبانو د پسرلنیو بریدونو له پیل سره د تاوتریخوالي پېښې هم ډېرې شوې دي.