BBC
 شاته

ټرمپ له قطر نه د "ترهګرۍ ملاتړ" ختمولو غوښتنه کړې

ټرمپ د انځور حقوق EPA
Image caption ټرمپ قطر د "ترهګرۍ تاریخي ملاتړی" بللی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ قطر د "ترهګرۍ تاریخي ملاتړی" بللی او له خلیجي او ګاونډیو هېوادونو یې د ترهګرۍ پروړاندې د لا ټینګې مبارزې غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته کړې دي، چې وايي "له بده مرغه قطر په لوړه کچه د ترهګرۍ تاریخي تمویلوونکی دی، باید دا تمویل نور ختم کړي."

ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سعودي او د سیمې هېوادونه پر قطر د بندیزونو سپکولو ته وبلل، خو له قطر یې له ترهګرۍ نه د ملاتړ ختمولو غوښتنه هم وکړه.

قطر: موږ ځکه ګوښه کېږو، چې پرمختګ مو چټک دی

قطر په اړه د ټرمپ او سعودي پاچا ټيليفوني خبرې

د قطر او عرب هېوادونو ترمنځ د کړکېچ څلور لاملونه

ټیلرسن وویل، پر قطر بندیز بشري ناورینونه زیږوي:

"د خوړو کمښت وینو، کورنۍ د بېلتون لوري ته کشول کېږي او ماشومان د زده کړو درولو ته اړایستل کېږي."

خو ټیلرسن په عین حال کې د قطر امیر ستایلی چې په وینا یې "د ترهګرو ډلو د تمویل کمولو ته لاس په کار شوی"، خو وايي لا ډېر کار ته اړتیا ده.

دی وايي، اوسنی وضعیت په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر همکارۍ منفي اغېز کوي، همداشان هلته د امریکايي شرکتونو پر فعالیتونو هم ناوړه تاثیر کوي.

قطر هغه تورونه ردوي چې ګني د سخت دریځو اسلامپالو ملاتړ کوي.

اماراتو ویلي، قطر باید د ګاونډیانو هغه اندېښنه ومني چې دغه ګاونډی یې "د ترهګرۍ ملاتړی" دی.

په امریکا کې د قطر سفیر یوسف العتیبه ویلي "امارات د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د قطر له خوا د ترهګرۍ د ملاتړ لانجمن ملاتړ غندلو هرکلی کوي. راتلونکی ګام به دا وي چې دا وېره باید ومنل شي او پخپلو سیمه ییزو تګلارو کې د بدلون په اړه بیا غور وکړي".

سعودي او درو نورو ملګرو هېوادونو یې د تېرې پنجشنبې په ورځ هغه لیست خپور کړ چې ګني قطر له وسله والو سره اړیکي لري. په دې لیست کې ۴۹ کسان دي، چې شیخ یوسف القرضاوي او ۱۲ نورې هغه خیریه ټولنې او ډلې هم پکې دي چې قطر یې ملاتړ کوي.

ټرمپ له قطر سره د عربي هېوادونو پرېکون د خپل سفر پايله بللې

قطر تر ډېره خواړه له بهره واردوي. پر قطر بندیز هلته پر وګړو کړۍ راتنګه کړې ده.

سعودي له قطر نه له ګوښه کېدو نه د راوتلو د شرط په توګه غوښتيي وو چې له فلسطیني حماس غورځنګ او په مصر کې له اخوان المسلمین ګوند سره خپل اړیکي غوڅ کړي.

د منځني ختیځ په کچه په قطر کې د امریکا تر ټولو لویه اډه هم شته.