شاته

د کچکول جوړښت او پیدایښت

کچکول یوازې دا نه چې په سندرو کې د یوه سمبول په توګه کارول شوی، بلکې په افغاني ټولنه کې یې کارونه ډېره مخینه لري او په بېلابېلو معانو سره کارول شوی دی.

ځینې وخت فقیران کچکول غاړې ته اچوي او په کلیو بانډو کې خیر غواړي، خو ځینې نور یې د عرفانیت لپاره یو غوره سبمول ګڼي.

د کچکول جوړښت او پیدایښت په اړه ویل کیږي چې دا توک د شمشتۍ د ژوند پورې تړلی دی، داسې ویل کیږي چې دا حیوان یو کال عمر لري او یو کال وروسته مري، نو ددې پر ملا دا کلکه کاسه په اصل کې کچکول ګڼل کیږي چې ځینې یې ګرد شکل لري او ډیری نور یې اوږد منحني شکل لري.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب