BBC
 شاته

بروندي کې ناوداه شویو جوړو ته د دولت خبرداری

بروندی د انځور حقوق Getty Images
Image caption بروندي د نړۍ یو له تر ټولو غریبو هېوادونو دی او ډېر خلک په کې د واده کولو توان نه لري.

د بروندي دولت وايي، دغه هېواد کې ناواده شوې جوړې یوازې د کال تر پایه وخت لري چې واده وکړي، پرته له هغه دې یې" د حقوقي عواقبو" منلو ته ځانونه چمتو کړي.

د بروندي دولت وروسته له هغه دا فرمان ورکړ چې ولسمشر پيیر انکورونزیزا د " ټولنې د اخلاقي کولو" د کمپاین په نامه یې یو لړ ګامونه پورته کړل.

د بروندي دولت ویاند ویلي، د نفوس له بې حده ډېرېدو د مخنیوي لپاره، د نارسمي اړیکو محدودول اړین دي.

هغه وویل، ګڼ شمېر زده کوونکې نجونې میندواره کېږي او سړي له دوی ناوړه ګټه پورته کوي او په عین حال کې له څو نجونو سره اړیکه ساتي.

بروندي د افریقا د وچې مرکز کې د تانزانیا، رواندا او د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت ګاونډ کې پروت دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بروندي کې له ۲۰۱۵ کاله راپدېخوا حالت کرکېچن دی. ځکه ښاغلي انکورونزیزا لسو کلونو واکمنۍ څخه وروسته وویل چې دریمې دورې ته هم ځان کاندیدوي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي، په هېواد کې د له حده ډېر نفوس د مخنیوي لپاره، ښه لاره دا ده چې ودونه په کلیسا کې تر سره شي او یا له دولت سره ثبت شي.

هغه ویلي: " موږ غواړو د بروندي خلک درک کړي چې هرڅوک د خپل ژوند مسول دی، او موږ په ټولنه کې نظم غواړو."

بروندي کې له ۲۰۱۵ کاله راپدېخوا، وروسته له دې چې ښاغلي انکورونزیزا لسو کلونو واکمنۍ څخه وروسته وویل چې دریمې دورې ته هم ځان کاندیدوي ، حالت کرکېچن دی.

تراوسه مالومه نه ده چې که څوک له رسمي واده سرغړونه وکړي، څه ډول سزا به ورکړل شي.

خو یوه بزګر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دولتي چارواکو دی او مېرمن یې په مالي جریمې ګواښولي او ویلي یې دي چې اولاد به یې د وړتیا زده کړو او روغتیايي اسانتیا له حقه بې برخې شي.

دغه بزګر ویلي چې ده واده نه دی کړی، ځکه هغه پیسې چې د ناوې کورنۍ غوښتې پیداکول یې د ده له توانه پورته وو.