د هرات او جلال اباد ښاروالانو دندې ځنډول شوي
د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، د هرات او جلال اباد د ښاروالانو دندې یې ځنډولې دي. دغه اداره وايي، د ډېرو شکایتونو له کبله د یادو ښاروالانو دندې ځنډول شوې.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د هرات ښاروال فرهاد نیایش او د جلال اباد ښاروال حمید افغان دندې د خلکو د شکایتونو له کبله ځنډول شوې دي.
د دغې ادارې ویاندې منیره یوسفزاده بي بي سي ته وویل، د هرات او جلال اباد له ښاروالانو خلکو شکایتونه لرل چې شکایتونه یې د دوی ادارې او ولسمشرۍ ادارې ته هم رسېدلي وو.
یوسفزاده وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ د خلکو د شکایتونو اورېدو او ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکه، او سلا پر دې شوه چې د هرات ښاروال دنده وځنډول شي او کابل ته غوښتل شوی دی.
دا وايي، د پلاوي تر ارزونو وروسته به نور جزییات هم په ډاګه شي.
د هرات او جلال اباد دغه ښاروالان له سیالۍ او له ولسمشر محمد اشرف غني سره تر مرکې وروسته ټاکل شوي وو.