سالنګ کې ګاډی سیند ته لوېدلی، ۱۴ کسان وژل شوي دي
د افغانستان په مرکزي ولایت پروان کې چارواکي وايي، یوه ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي دي او یو بل ټپي شوی دی. د سالنګ ولسوال محمد صابر احمدي وايي، پېښه د شنبې پر ورځ ناوخته د سالنګ سیمې په درۀ اورتي سیمه کې رامنځته شوې ده.
چارواکي وايي، د وژل شویو کسانو ګاډی له لارې له وتلو وروسته سیند ته غورځېدلی دی. ښاغلي احمدي ویلي، ښکاري چې د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د سالنګ لویه لاره له تېرې ورځې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړلې ده
په سالنګ کې ترافيکي پېښې ۳۵ مسافر ووژل
تراوسه ددغې ترافیکې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی خو د سالنګ ولسوال وویل، د لارې کږلیچونه ښایي لامل شوي وي چې موټر له لارې ووځي او سیند ته وغورځي. ویل کېږي پېښه کې د ګاډي چلوونکي په ګډون اته سړي او شپږ ماشومان وژل شوي دي.
سالنګ د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو لویو لارو یوه ده چې له غرنیو سیمو تېرېږي او د واورو او بارانونو په موسمونو کې یې شمالي او سوېلي دواړه لوريو ته د لارو اوږدو کې د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه راپورته کېږي.
سالنګ کې د ۱۳۸۸ کال د سلواغې میاشت کې یوه ډېره خونړۍ پېښه کې د واورو ښوېدو له کبله ۱۹۰ کسان مړه شول او ۲۰۰ نور ټپیان شوي وو.
د افغانستان د لویو لارو اوږدو کې د غیر معیاري لارو او کله نا کله د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او له حده زیات ګړندیتوب له کبله خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.