شاته

د دفاع وزارت زرګونه منسوبین د فساد په تور تر تعقیب لاندې دي

د افغانستان د دفاع وزارت تامیناتي مرستیال جنرال غلام سخي احمدزی وايي په تېرو شپږو میاشتو کې د دفاع وزارت ۲۲۴۹ منسوبینو دوسیې یې د اداري فساد او نورو جرمونو شک عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.

ښاغلي احمدزي د دوشنبې په ورځ (مۍ ۱۵) په کابل کې د خپل وزارت قراردادونو او تدارکاتي او تامیناتي چارو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل د دغو کسانو دوسیې چې په کې د دفاع وزارت یو شمیر لوړپوړي منسوبین هم شامل دي، د اداري فساد، اختلاس، له دندې څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او د افغانستان د امنیت ضد فعالیتونو په شک عسکري څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

ښاغلی احمدزی وايي "په دغو مشکوکو کسانو کې چې د ملي اردو د مختلفو کچو منسوبین په کې شامل دي، د عسکري څارنوالیو تعقیب لاندې دي او دوسیې په جریان کې دي. د ملي دفاع وزارت ژمن دی، چې دغه بهیر ته په ټول قوت دوام ورکړي، د اختلاس هر مورد چې ولیدل شي، د دفاع وزارت رهبري به یې په اړه ناغیړي ونکړي او هغه منسوبین چې په فساد ککړ وي حقوقي او عدلي ادارو ته به وسپارل شي".

د دفاع وزارت تامیناتي مرستیال زیاته کړه، چې په دغه وزارت کې د شفافیت د رامنځ ته کولو په موخه د ملي اردو د ټولو منسوبینو د شتمنیو د ثبت لړۍ هم پیل شوې او دغه راز هغه منسوبین چې د دغه وزارت د قراردادونو او تامیناتو په برخه کې کار کوه د دفاع وزارت نورو څانګو ته بدل شوي او پر ځای نوي کسان ګمارل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي په داسې حال کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او شفافیت خبرې کوي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سر مفتش (سیګار )په خپل یو رپوټ کې ویلي چې د دغه هیواد اکثره جنرالان په اداري فساد او اختلاس کې لاس لري او د خپلو ځواکونو له معاش او خوړو څخه غلا کوي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګه له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت پر هڅو نیوکه کوي او وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره زیات شمیر ادارې کار کوي، خو په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

د ولسي جرګې غړي عبدالقیوم سجادي د دغې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل "ستراتیژي ستونزه لري که د ستراتیژي تطبیق کوونکي ستونزه لري؟ له فساد سره د مبارزې په نوم څو ادارې جوړې شوي خو تر اوسه یې په افغانستان کې د فساد د کچې په راټیټولو کې هیڅ لاسته راوړنه نه ده درلودلې".

ښاغلي سجادي زیاته کړه، چې د ولسي جرګې اداري پلاوی باید له حکومت څخه وغواړي، چې له فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژي د بحث لپاره ولسي جرګې ته واستوي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمې د یو مکتوب له لارې له حکومت څخه وغوښتل چې په عاجله توګه له فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژي د بحث لپاره ولسي جرګې ته واستوي.

د شفافیت نړیوالې ادارې په خپل وروستي کلني ریپوټ کې ویلي، چې افغانستان د مفسدو هیوادونو په کتار کې دویم ځای درلود خو په دغه هیواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د هڅو په نتیجه کې اوس افغانستان اتم ځای خپل کړی دی.