BBC
 شاته

''افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان نشه کوي''

افغانستان کې تر یو میلیون ډېر ماشومان نشه کوي او پرې روږدي دي. دا خبره کابل کې له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې کړې. دوی وايي ټول افغانستان کې ټول ټال درې میلیونه خلک په نشو اخته دي. نجما ځلا کابل کې د روږدو کسانو تر ټولو لوی مرکز فېنکس ته تللې. هلته له ماشومانو سره غږېدلې او د روږدي کیدو لاملونه یې ترې پوښتلي.