BBC
 شاته

د کوټې ځانمرګي برید په اړه غبرګونونه

Image copyright AFP

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف او د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له چاودنې وروسته کوټې ته رسېدلې دي.

جنرال راحیل شریف څارګرو ادارو ته امر کړی، چې ټول هېواد کې همغږي چاڼیز عملیات پیل کړي.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړې او د ښار ټولو روغتونونو کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.

د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کوټه کې نن سهار د یوه ځانمرګي برید پایله کې ۶۹ کسان ووژل شوو او نژدې ۱۲۰ نور کسان ټپیان شوو.

چاودنه د ښار مرکزي ملکي روغتون ' سوول هسپتال ' د بېړنیزو پېښو ځانګې دروازې ته څېرمه وشوه.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې په وینا د پېښې سخت ټپیان الوتکه کې کراچۍ روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي د پاکستان دولتي ټلویزیون ته ویلي، چې لومړني معلومات ښيي دا یو ځانمرګي برید و.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چاودنه کې نژدې اته کیلو چاودیدونکي توکي کاروول شوي دي.

د سرفراز بګټي په وینا د بلوچستان لومړي وزیر ثناالله زهري د پېښې څېړنو امر کړی او په ۲۴ ساعتونو کې یې په دې اړه د رپوټ ورکولو غوښتنه کړې.

د نوموړي په خبره څېړنو کې به دې ته هم پام وشي، چې روغتون کې د دومره ډېرو کسانو یو ځای کېدو پر مهال څه ډول امنیتي تدبیرونه شوي وو.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف دغه برید سخت غندلی دی. بل لور ته د بلوچستان ایالتي حکومت د درې ورځني رسمي ویر اعلان کړی او د وکیلانو ټولنې اووه ورځنی ویر اعلان کړی دی.

۲۰۱۰ کال کې نامعلومو کسانو د بلوچستان شیعه کنفرانس نومي ډلې مشر د زوې وواژه او کله چې د نوموړي مړي لیدو ته ګڼ کسان همدغه روغتون ته ورغلل په همدغه ځای کې ځانمرګي برید وشو، چې پکې د کوټې د پولیسو د یوه مشر نثار کاظمي په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي وو.