شاته

برتانیا لدې وروسته لږ کډوال مني

د برتانیا صدراعظمه تیریسا مۍ وايي هیواد به یې لدې وروسته "لسګونه زره" کډوال ومني.

مېرمن مۍ وايي که د برتانیا د را روانې میاشتې انتخابات یې وګټل، محافظه کاره ګوند یې ژمن دی چې د کډوالو د منلو شمېر به " لسګونه زرګونو" ته را ښکته کړي.

رویټرز وايي د برتانیا صدراعظمې وویل "دا مهمه ده چې موږ دا بهیر همداسې روان وساتو او روان به یې ساتو چې د کډوالو شمېر یو ثابت حالت ته ورسوو".

رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۶ کال تر سپتمبر پورې ۲۷۳۰۰۰ کډوال برتانیا ته تللي دي چې دا شمېره د وړم کال په پرتله ۴۹۰۰۰ زره کمه شوې ده. دا شمېره همدغه راز د ۲۰۱۴ کال را وروسته تر ټولو کمه بلل کیږي.

خو د برتانیا محافظه کار ګوند واک ته له رسېدو راهېسې د کډوالو د شمېر د کمولو په برخه کې خپل ټاکلي هدف ته رسېدلی نه دی.

صدراعظمه مۍ وايي "کله چې موږ له اروپايي ټولنې ووځو، په خپلو پولو به د کنترول لرلو فرصت ومومو او د اروپايي ټولنې له هېوادونو به برتانیا ته د راروانو خلکو لپاره خپل اصول او تګلاره وټاکو".

د برتانیا صدراعظمې دا خبره هم وکړه چې "له اروپايي اتحاد څخه د برتانیا وتل په دې مانا دي چې موږ به مخکنۍ ازادي هم ونلرو".

برتانیا او اروپايي ټولنه

تېریسا مۍ تېرکال له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو او نه وتلو په اړه له ټولپوښتنې وروسته د برتانیا صدراعظمه شوه. په دغې ټولپوښتنې کې اکثریت برتانویانو له اروپايي اتحاد څخه د خپل هېواد وتلو ته رایه ورکړه.

برتانیا د اروپا په شتمنو هېوادونو کې شمېرل کیږي چې سلګونه زره کډوالو ته یې پناه ورکړې ده. په دې وروستیو کلونو کې کله چې په افغانستان، سوریې، عراق او ځینو نورو هېوادونو کې جنګونه زیات شول اروپا ته د میلیوني کډوالو بهیر ورمات شو.

ډېر کډوال برتانیا ته ځکه ځې چې هلته له کډوالو سره پام وړ مرستې کیږي او د کډوالو لپاره د ژوند امکانات د ځینو نورو هېوادونو په پرتله زیات دي.

د برتانیا صدراعظمه داسې مهال د کډوالو د مهارولو خبره کوي چې په یو بل اروپايي هېواد فرانسه کې یو داسې کس انتخابات وګټل چې د کډوالو د مخنیوي او مهارولو او له اروپايي ټولنې څخه د فرانسې د وتلو کلک مخالف دی.

ایمانویل مکرون د یکشنبې په ورځ په فرانسه کې د جمهوري ریاست د دویم دور انتخابات وګټل او د فرانسې تر ټولو ځوان، ۳۹ کلن، ولسمشر شو.