شاته

روسیه او ترکیه په سوریې کې د "امنو ځایونو" پر جوړولو موافقه وکړه

د روسیې او ترکیې جمهورو رئیسانو موافقه کړې چې په سوریه کې "امنې سیمې" جوړې کړي.

د امنو سیمو له نظریې څخه د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم په کلکه ملاتړ کړی دی.

د روسیې جمهور رئیس ویلادمير پوتین ددغه هېواد په سوچي ښار کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په یوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې تمه وښوده چې امنې سیمې د سورېې د خونړۍ جګړې شدت کابو کړي.

پوتین وویل: "زموږ ګډ احساس دادی چې د امنو سیمو رامنځته کول باید حالات کابو کړي او د خونړي بحران د مخنيوي په خاطر باید اوربند تقویه کړي. دا تر ټولو مهم حالت دی چې له مخې یې ټولې غاړې سیاسي ډیالوګ پیل کړي."

روسیه او ترکیه دواړه په قوت د سوریې په کشالې کې شامل هېوادونه دي. انقره د اپوزیسیون له یو شمېر ډلو څخه ملاتړ کوي او مسکو بیا د بشارالاسد د رژیم دوامداره ننګه کوي.

د قزاقستان غونډه

روسي او ترکي جګپوړي مقامات په داسې وخت کې په سوریې کې د امنو سیمو پر جوړولو موافقه کوي چې تمه کیږي ددغه هېواد په اړه د قزاقستان غونډه د سوریې د وسله وال اپوزیسیون د استازو په بیرته ستنېدو نن هم روانه وي.

د امنو سیمو مسله، د قزاقستان د دوه ورځنۍ غونډې یوه مهمه اجنډا ده. د رسنیو په حواله د سوریې د وسله وال اپوزیسیون استازي چې د حکومت د بمباریو له امله په غونډه کې د نه ګډون فېصله کړې وه، بیرته غونډې ته ستانه شوي دي.

د قزاقزستان مذاکرتو په درشل کې روسي او ترکي مقاماتو تمه ښودلې چې د امنو سیمو په جوړېدو سره خلک په خوندي ځایونو کې میشت شي.

"بندویزونه اقتصاد زیانمنوي"

د روسیې او ترکیې رهبرانو موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو لخوا یو پر بل لګیدلي بندیزونه له منځه یوسي.

د روسیې جمهور رئیس خپل ترکي سیال ته ویلي چې بندویزونه د روسیې او ترکیې اقتصاد زیانمنوي.

پوتین ویلي: "اوس موږ په ټول اعتماد ویلی شو چې د روسیې او ترکیې د اړیکو د بېا جوړولو بهیر بشپړ شوی دی او موږ د دوو ملګرو ترمنځ عادي مراودې ته ورګرځو."