شاته

کندوز کې وسله وال طالبان له دهقانانو په زوره عشر اخلي

په کندوز کې د دولت مخالف وسله وال طالبان له دهقانانو څخه په زور د زراعتي حاصلاتو عشر اخلي، هغه دهقانان چې د عشر له ورکولو انکار کوي ددې خطر شته چې ستونزې ورته پیښې کړي.

کندوز یو زراعتي ولایت دی چې په زیاته اندازه اوي او للمي ځمکو کې یې خلک غنم، زغر، وربشې، کونځلې او نور حبوبات کري، خو د دولت مخالف وسله وال په ټولو هغو سیمو کې چې ددوي تر تسلط لاندې دي له دهقانانو څخه د عشر په نامه د اخیستل شوي محصول لسمه برخه اخلي.

دهقانان وايي چې که عشر نه ورکوي هم په بلا اوړي او که عشر ورکوي له دوي څخه په ټول شوي عشر د جګړې وسایل اخلي او دغه جګړه لا اوږدیږي.

دهقانان وايي چې طالبان ددې لپاره له خلکو عشر ټولوي چې د جګړې لپاره پرې مرمۍ وسلې او نور جنګي وسایل واخلي، د کندوز یو تن دهقان عبدالغني وايي(( طالبان عشر اخلي، که ورته ووایو چې مونږ خپل غریبان لرو، راته وايي چې تر مونږ نور غریب خلک نشته مونږ د عشر مستحق یو.))

یو بل دهقان محمد ناصر وايي چې د دولت مخالف وسله وال ورڅخه عشر اخلي خو که په دهقانانو فشار رانه وړي نو هیڅ عشر نه ورکوي: (( که ناراضي وروڼه یې هغوي ته عشر ورکوو او کنه خوار او غریب ته یې ورکوو، طالبان خلکو ته پارچې ورکوي او که عشر ورنه کړي نو بیا ورته مشکلات جوړوي.))

د کندوز اوسیدونکي وايي چې طالبان له دهقانانو څخه د مختلفو زراعتي حاصلاتو، غنمو، وریجو، خټکیو، زغرو، پنبې، کونځلو او نورو عشر ټولوي چې همدې لارې خپلې جنګې ډلې تقویه کوي او د دولتي ځواکونو پر خلاف پرې جګړې کوي.

په کندوز کې په تخمیني ډول له ۱۸۴ زره هکتاره څخه په زیاته ځمکه کې غنم کرل کیږي.

په کندوز کې په تخمیني ډول له ۱۸۴ زره هکتاره څخه په زیاته ځمکه کې غنم کرل کیږي.

د زراعت د ترویج مدیر عبدالبصیر فقیري وايي چې د دوي د احصايې له مخې په اوسط ډول هر کال په کندوز کې تقریبا ۴۱۹ زره ټنه غنم تولیدیږي.

هغه وايي: (( هر جریب ځمکه له سلو نیولې تر ۱۴۰ منه (یو من اوه کیلو) غنم کیږي، خو په اوسط ډول هر جریب ۶۵ منه غنم کیږي.))

د کندوز اوسیدونکی احمد الله وايي چې ددغه ولایت ټولې زراعتي ځمکې په هغو سیمو کې دي چې د دولت مخالف وسله وال طالبان په کې حاکم دي، هغه وايي چې دزراعت ریاست له خوا د ښودل شویو ارقامو له مخې هر کال مخالف وسله وال یوازې د غنمو د عشر ټولولو له لارې شپږ میلیونه افغانۍ عاید لري.

هغه زیاتوي چې یوازې غنم نه بلکه وریجې، زغر، او کونځلې هغه فصلونه دي چې قیمت یې د غنمو دوه او درې برابره لوړ دی، او که وسله وال طالبان د غنمو دحاصلاتو په څیر ددغو نورو زراعتي حاصلاتو عشر راټول کړي نو هر کال ددوي عاید څو سوه میلیونو افغانیو پورې رسیږي.

د کندوز د ښار شاو خوا په هغو سیمو کې چې د اربکیو په نامه د دولت ملاتړي وسله وال د طالبانو پر خلاف جنګیږي هغوي هم له دهقانانو عشر اخلي، خو دولتي چارواکي وايي چې هیڅوک له چا څخه په زور د عشر ټولولو حق نه لري.

د سیمې خلک وايي چې باید په سیمه کې د طالبانو مالي سرچینې وچې شي، چې د جګړې په ختمیدو به هم ښه تاثیر وکړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.