شاته

هیلري: د روسي هیکرانو او د ایف بي آی د مشر په وجه مې انتخابات وبایلل

هیلري کلنټن د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بري ته نژدې وه خو د روسیې د هیکرانو ( انترنیتي غلو ) او د ایف بي آی د مشر جیمز کومي د مداخلې د وجې یې انتخابات و بایلل.

هیلري کلنټن وویل چې د ایف بي آی مشر د ٢٠١٦ کال د نومبر د میاشتې په اتمه نیټه د انتخاباتو نه یو څو ورځې مخکې یعني د اکتوبر په ٢٨ نیټه کانگرس ته لیک واستوو چې ایف بي آي د ایمیلونو مسئله یو ځلي بیا څیړي. هغې زیاته کړه په دی برسیره وکي لیکس د جان پوډیسټا هغه ایمیلونه خپاره کړل چې روسیې غلا کړي و.

هیلري دغې غونډې ته چې د سي این این ټلویژن مشهوره نظاقه کرسټین امانپور یې کوربنه وه، وویل "که چیرته دغه انتخابات د اکتوبر په ٢٧ نیټه شوی وی نو اوس به زه ستاسو جمهوره رئیسه وم." هغې زیاته کړه

"دا یوه بی عیبه انتخاباتي مبارزه نه وه خو د کومي لیک او د روسیې وکي لیکس زما د بایللو سبب شول. د انتخاباتو نه مخکې په لسو ورځو کې ډیر څه بدل شول."

کلنټن وویل چې هغه اوس یو کتاب لیکي او دا د دې لپاره ډیر سخت وخت دی. کلنټن زیاته کړه چې د هغې د ماتي په علتونو کې یو یې دا و چې دا ښځه ده. که چیرته هغه د امریکا لومړنۍ جمهوره رئیسه شوې وی نو دا به ډیره لویه کامیابي وه.

میرمن کلنټن په انتخاباتو کې د خپلې ناکامۍ مسئولیت اومنه خو داسي یې څه و نه ویل چې د هغې ستراتیژي او یا یې د ټیم کسان سم نه وو.

کلنټن وویل چې په دې کې هیڅ ډول شک نلري چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتن کوښښ کاوه چې دغه انتخابات ډونالډ ټرمپ وگټي. میرمن کلنټن د جمهور رئیس په بهرنۍ پالیسۍ او د هغه د ټویټر په زیات استعمال سختې نیوکې وکړی.

کلنټن وویل چې ټرمپ ته پکار ده چې د شمالي کوریا د اتومي پروگرام د مخنیوي لپاره د چین او د سیمې د نورو ملکونو سره خبري وکړي. هغې د ټرمپ په هغو څرگندونو هم اعتراض وکړ چې که شرایط برابره شي د شمالي کوریا د مشر کیم جان اون سره به وگوري.

کلنټن وویل چې هغې په سوریې باندې د توغندیو د حملې ملاتړ کړی خو باور نلري چې دا به کومه مرسته وکړي او کنه.