BBC
 شاته

حکمتیار، له تهرانه روان، کابل ته نژدې شو

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۱۹۹۰ کلونه، کابل کې د مجاهدینو د خپل منځیو جګړو عکس. د دریم مکروریانو او مطبعې ترمنځ سړک.

افغانستان کې د مجاهدینو د خپل منځي جګړو ټغر طالبانو ورټول کړی و، د شمالي ټلوالې او طالبانو د خرپ او ترپ د بریدونو خبرونه و، د حزب اسلامي د وسله والو د ټوپک شپیلۍ سړې وې، مشر یې ګلبدین حکمتیار د یوې مذهبي څېرې په توګه د ایران راډیو له څپو د خپل لیکلي قراني تفسیر سره اورېدل کېده، دا ۱۹۹۸ او ۹۹ کلونه و.

ډېره موده په کې نه وه تېره چې حزب اسلامي دې یو وار بیا افغانستان کې د بیا رادبره کېدو لپاره غور وکړي.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا بریدونه پیل شوي وو او طالب واکمني د زوال په لور وه. لږې ورځې پاتې وې چې نور دې طالبان واک پریږدي.

د حزب اسلامي یو جګپوړی وسله وال قومندان وايي حکمتیار ورته له ایرانه پر ټیلیفون وویل چې د حزب اسلامي ټول قومندانان دې حکومت ته ورشي او مهم ځایونه دې ونيسي. همداسې وشول. په هغو سیمو کې چې دوی نفوذ درلود د حامد کرزي په مشرۍ موقتې ادارې ته ورغلل.

حکمتیار د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو حزب تورناوه چې په جګړه کې له سلیقې کار اخلي

دغه قومندان وايي "حامد کرزی د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د پخواني جهادي قومندان عبدالحق د لومړي تلین یادې ته ورغلی و. د حزب اسلامي د جنګیالیو مشر حاجي کشمیرخان هم یو له ګډونوالو و. ښاغلي کرزي د غونډې په یوه څنډه کې قومندان کشمیرخان ته وویل چې امریکایان تاسو په حکومت کې نه غواړي. کشمیر خان وپوهېده چې خبره بدله ده. کله چې نوموړی په همدغه شپه جلال اباد کې و امریکايي پوځیانو پرې چاپه واچوله او له همدغه ځایه د حزب اسلامي دغه مهم قومندان په تېښته بریالی شو او د امریکایانو پرخلاف یې د جګړې اعلان وکړ. دغو وختونو کې حکمتیار هم له ایرانه وتلی و او د امریکا پر وړاندې یې د جګړې غږ کړی و".

د حزب اسلامي دغه قومندان وايي دلته ورته دا درک کېده چې د جمعیت ګوند او پخوانۍ شمالي ټلوالې امریکایان د حزب اسلامي د کسانو پر وړاندې لمسولي و او غوښتل یې د دوښمن په نوم یې وځپي، ځکه یې کابل کې د حزب اسلامي د غړو په یوه راټولېدنه چاپه ووهله او د دغه ډلې د یوه مشر وحیدالله سباوون په کاله کې یې یو شمېر کسان ونیول چې وروسته د حکومت د ځینو مشرانو او حامد کرزي په امر خوشې شول.

کونړ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حزب اسلامي یوه سرچينه وايي د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن چې د ننګرهار له تورې بورې ووت د حزب اسلامي پر وسله والو یې د ملګرتیا باور وکړ.

همدغو ورځو کې د حزب اسلامي یو بل مشهور قومندان مولوي صادق په نورستان کې خلک د امریکا پرخلاف جګړې ته وهڅول.

ګلبدین حکمتیار پوهېده چې په دې حکومت کې ځای نشته او امریکا ورته د دوښمن په سترګه ګوري نو له ایرانه تر راتګ وروسته یې خپل ځنډېدلې اړیکې د القاعدې ډلې له مشرانو سره بیا تازه کړې.

د حزب اسلامي یوه سرچينه وايي د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن چې د ننګرهار له تورې بورې ووت د حزب اسلامي پر وسله والو یې د ملګرتیا باور وکړ او دیوه وخت لپاره په کونړ کې و. د القاعدې ډلې د دوهم پوړ مشر ایمن الظواهري خو په ډېرو سیمو کې له ښاغلي حکمتیار سره یوه ځای اوسېده. حکمتیار په خپله یوه وینا کې ویلي د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې چې پر ده امریکايي پوځیانو برید وکړ ایمن الظواهري هم ورسره و او دا د حزب اسلامي د یوه قومندان حاجي خانجان سیمه وه.

ایمن د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایمن الظواهري چې تر اسامه بن لادن وروسته د القاعده د ډلې دوهم کس بلل کېږي.

په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې چې د امریکايي پوځیانو پر وړاندې وسله وال خوځښتونه ډیرېدل په ډيرو سیمو کې مهمه ونډه د حزب اسلامي وسله والو په کې درلوده چې یو شمېر یې بیا د نه امکاناتو او ځینو نورو دلایلو له امله طالبانو ته واوښتل.

د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د جګړې پر څرنګوالي ورو ورو د نظر جلا والی او ان جنجالونه مخ په ډېریدو شول.

طالبانو د یوه حکومتي تشکیل په توګه د جګړې چارې سمبالولې او حزب اسلامي د یوې وسله والې ډلې په ډول د حزب وسله والو پر حکومتي بنسټونو بریدونه لږ کول او یو وخت یې بیا شرط دا کېښود چې افغان پولیس او پوځیان چې له بهرنیو پوځیانو سره ملګري نه وي باید بریدونه پرې ونه شي.

طالبانو حزب تورناوه چې په جګړه کې له سلیقې کار اخلي، له حکومت سره خواخوږي لري او یوشمېر کسان یې دولت کې دندې هم لري.

پوځیان د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو ځل حزب اسلامي دا شرط کېښود چې افغان پولیس او پوځیان چې له بهرنیو پوځیانو سره ملګري نه وي باید بریدونه پرې ونه شي.

د طالبانو یو قومندان وايي دغه چلند پر حزب اسلامي مرستې لږې کړې. وسله وال یې نورو ډلو ته ولاړل او ځواک یې کمزوری شو دغه قومندان راته وویل د یوې وړې سیمې لپاره چې څو کلي په کې و د طالبانو میاشتنی لګښت له درې سوه زرو پاکستانۍ کلدارو ډیر و خو د حزب د یوې ولسوالۍ میاشتنی لګښت ایله څلوېښت زره پاکستانۍ کلدارې وې.

حکمتیار داسې پوړیو ته ګامونه پورته کول چې ورځ تربلې یې دوښمنۍ پراخېدې. طالبان چې د امریکا خلاف جګړه کې یې د حزب د غږ هرکلی کړی و نور نو ورسره چپې خواته تلل. په ځېنو سیمو کې چې د دغې ډلې کسان حکومت کې پر دندو و طالبانو له نورو مخکې په نښه کړل او حزب ته د شمالي ټلوالې ، امریکایانو او نورو بد بینانو ترڅنګ د طالبانو تربګني هم لوی سر خوږی شو.

حکمتیار د انځور حقوق Getty Images

له کورنیو جنجالونو سره حکمتیار په سیمه ییزه کچه د روسانو او ایرانیانو پر خلاف په خپل غږ لوړ ساته. د عراق په جګړه کې ایران او وروسته د سوريي په جګړه کې د روس او ایران ونډه د ښاغلي حکمتیار له نظره د جګړې اور ته لمن وهل او د خلکو ولکه وه.

ما په ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کلونو کې له ښاغلي حکمتیار سره مرکې درلودې. هر ځل ایران د امریکا سیمه ییز ملاتړی او شمالي ټلواله یې په افغانستان کې د امریکا د حضور ملاتړې او بلونکې یادوله.

د پاکستان په تړاو حکمتیار خورا محتاط غږېده او د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان نومونه یې ډیره کله په ښو بیلګو کې یادول.

حکمتیار اوسوله

د حزب اسلامي مشر له جګړې سره هم مهاله د سولې په تړاو هم خبرې کولې او ټینګار یې دا و چې دی د یوه بین الافغاني سولې پلوی دی چې امریکا او لوېدیځ په کې ښکېل نه وي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې حکمتیار څو وارې هڅه وکړه چې له کابل حکومت سره د خبرو لاره جوړه کړي. حکمتیار مخامخ حامدکرزي ته پلاوي ولېږل او د لیکونو په وسیله ځوابونه هم تله راتله.

د اسلامي حزب د سیاسي برخې مشر غیرت بهیر چې دغه راشه درشه کوله وايي: "موږ ډېره هڅه وکړه چې له کرزي صاحب سره د سولې او بین الافغاني تفاهم یوې پایلې ته ورسېږو خو امریکانو دا خبرې نتیجې ته نه پرېښودې". حامد کرزي هم په ویناو کې پر طالبانو او اسلامي حزب د روغې جوړې غږ کړی و خو هرڅه یوازې د وینا تر بریده پاتې و.

د انځور حقوق Getty Images

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو منډو ترړو پر وخت سوله د کار لومړیتوب یادوه. که څه هم د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې یې طالبانو سره هم د سولې خورې ورې هڅې وکړې او له پاکستان سره چې فکر کېږي پر طالبانو لاس بری دی اړیکې تربل هروخت ښې کړې. خو هرڅه بې ګټې وختل.

ښاغلی غني د حزب اسلامي له پلاوي سره د سولې په تړاو خبرو کې په دې خوښ شو چې دغې ډلې غوښتل د سولې خبرې دې د افغانستان له حکومت سره او په افغانستان کې وشي. پرلپسې ناستو پاستو په ۲۰۱۶ کال کې دا پایله ولرله چې حکومت او حزب اسلامي دې د سولې هوکړه وکړي.

د حزب اسلامي د خبرو سر مرکچي محمد امین کریم وايي، دوی کولای شي نورې وسله والې ډلې هم سولې ته لېواله کړي.

ښاغلي امین زیاتوي " همدا اوس د طالبانو یو شمېر قومندانان چمتو دي چې د سولې له بهیر سره ملګري شي په طالبانو کې ډېر زموږ پخواني ملګري دي او د سولې ارمانجن دي اوس باید حکومت د سولې لپاره زمینه برابره کړي".

ښاغلی کریم وايي که د حکومت اراده سولې ته پخه وي حزب اسلامي ورسره ډېر لاس اړولی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حزب اسلامي د خبرو سر مرکچي محمد امین کریم

په افغانه سوله کې د حزب اسلامي اغېز ته نه یوازې په کوردننه چې بهر هم یو شمېر هېوادونه ښه فال نیسي. د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړی عتیق الله صافی وايي د حزب یو پلاوی په دې وروستیو کې د ترکيي حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلی و او ترکي چارواکو ترې غوښتي چې د نورو وسله والو ډلو سولې ته په راوستلو کې باید حزب اسلامي خپل رول ولوبوي.

ترکي چارواکو دغه برخه کې له حزب اسلامي سره د همکاریو او مرستو یاده هم کړې.

د حزب اسلامي په اړه دا هم ویل کېږي چې لا خويې پخوانی ځواک نه دی پاتې، جنګیالي لږ او په سیاسي اډانه کې هم خاښونه ترې بیل دي ، د دغه ډلې فعالو وسله والو کې هم داسې کسان شته چې نه غواړي د حکمتیار پر پله ورشي.

د افغانستان په ختیځ کې د دغه ډلې یوه قومندان د نوم نه ښودلو په شرط ویلي ډېرو ملګرو یې پرېکړه کړې چې په خپل پخواني حال به پاتې کېږي. دوی دوه دلایل لري. یو دا چې وايي د عقیدې له مخې په حکمتیار پسې ودرېدلي او د بهرنیو ځواکونو په شتون کې به هم کله هم له حکومت سره روغه ونه کړي. دوهمه خبره د دغو وسله والو د برخلیک ده او ډار یې دا دی چې ګنې دوی ته به د ارام او ښې مېشتېدنې ځای په حکومت کې نه وي.

د انځور حقوق Getty Images

له دغو ټولو خبرو سره سره د افغانستان د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چې د حزب او حکومت خبرې د بري لور ته ټېل وهلې. د حکمتیار او حزب راتګ د سولې لار پرانستنه ګڼي او ډاډمن دی چې په دې سره به هغو ګڼ شمېر افغان وسله والو ته لار پیدا شي چې له جګړو ستړي دي خو د ډاډ درک ترې ورک دی .