BBC
 شاته

سنرایز نبي ولې نه لوبوي؟

کبیر خان: په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې زما په فکر نبي ډېر ښه الراونډر دی. د انځور حقوق Getty Images
Image caption کبیر خان: په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې زما په فکر نبي ډېر ښه الراونډر دی.

د حیدر اباد په سن رایز لوبډله کې د راشد ارمان او محمد نبي ګډون ډېرو افغانانو ته هیلې پيدا کړې وې چې دواړه هېوادوال به یې یو ځايي لوبېږي خو تر اوسه یوازې یو ځل داسې وشول، علت یې څه دی؟ ایمل پسرلي د نبي له پلار او یو شمېر کرېکټ لوبغاړو سره خبرې کړي چې دلیل یې ومومي.

د حیدر اباد لوبډله چې په کومه ورځ د هند په مخکښ لیګ کې لوبه ولري په افغانستان کې د ډېرو کرېکټ مینه والو پام دې ته وي چې محمد نبي په کې شته که نه.

خو په لومړیو نهو لوبو کې یوازې یو ځل نبي او راشد دواړه په لوبډله کې ځای شوي دي.

نبي په هغه یوه لوبه کې خرابه لوبه ونه کړه خو بیا هم ولې د حیدراباد روزونکي او لوبډلمشر په لوبډله کې ورته ځای نه ویني؟

د محمد نبي پلار مې وپوښت. سپين ږیري حاجي صاحب راته وخندل "شاید تکړه نه وي. "

د حاجي صاحب خندا د دوی د حوصلې ښکارندویه وه.

پوښتنه مې تکرار کړه ویل یې "د ټیم منیجران تر موږ ښه پوهېږي. "

د محمد نبي پخوانی روزونکي کبیر خان مې وپوښت چې ولې نبي ته د حیدر اباد په لوبډله کې ځای نه شته؟

Image caption د محمد نبي پلار

کبیر خان چې یو وخت د افغانستان روزونکی و، له محمد نبي سره یې ډېر وخت یو ځای تېر کړی او د هغه د لوبې قوت او ضعف ښايي تر بل هر چا ښه ورمعلوم وي وویل:

"په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې زما په فکر نبي ډېر ښه الراونډر دی. خو په ای پي ايل کې هغه بالر ځای لري چې لوبغاړي سوځوي. هغه چې د منډو مخه نیسي د ای پي ایل په پيچونو نه چلیږي نو روزونکي او کپتانان داسې بالران غواړي چې که منډې هم ورکړي خیر دی خو چې لوبغاړي وسوځوي. په نبي په یو حساب ظلم شوی دی، راشد ښه لوبه کوي او د حیدر اباد د لوبډلې بټسمینان پياوړي دي، الراونډر ته اړتیا نه ویني. "

نبي یوازینۍ لوبه له پنجاب سره وکړه. د هغې لوبې تر پيل وړاندې د حیدراباد لوبډلمشر وارنر د نبي د ګډون دلیل دا ګڼلی و چې د پنجاب په لوبډله کې کیڼ لاسي منډه جوړونکي ډېر دي.

نبي په ښي لاس اف برېک یا ورو توپ اچوي چې کیڼ لاسي ته سرخوږی جوړوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کبیر خان: په نبي په یو حساب ظلم شوی دی، راشد ښه لوبه کوي او د حیدر اباد د لوبډلې بټسمینان پياوړي دي، الراونډر ته اړتیا نه ویني

د افغانستان د ۱۹ کلنو په لوبډله کې کیڼ لاسی منډه جوړونکی طارق ستانکزی وايي "ښی لاسی اف برېک بالر د کیڼ لاسي بېټسمین لپاره ډېر خطرناک وي.٬٬ له کینګز ایلېون پنجاب سره چې نبي ولوبېد دلیل یې همدا و چې د هغوی څلور منډه جوړونکي کیڼ لاسي وو. "

نو که داسې ده د طارق ستانکزي په ګومان ولې محمد نبي ته د حیدر اباد لوبډله د ډېرو لوبو موقع نه ورکوي؟

"خبره د لوبډلې په اړتیاو کې ده او د حیدراباد د لوبډلې نور لوبغاړي او زموږ خپل راشد ارمان ډېره ښه لوبه کوي خو هیله لرم چې محمد نبي موقع ومومي. "

د هند د مخکښ لیګ په لوبو کې قوانین دا وايي چې هره لوبډله ګڼ بهرني لوبغاړي پېرلی شي خو په یوه لوبه کې یوازې څلورو بهرنيو لوبغاړو ته ځای شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ریس: کله چې نبي او راشد په یوه لوبډله کې شو هغه وخت ما وویل چې دا د نبي لپاره ښه خبر نه دی.

د افغانستان مخکینی لوبډلمشر، اوسنی روزونکی او د محمد نبي نژدې ملګری ریس احمدزی په دې باور دی چې د نبي بخت ورسره یاري نه ده کړې که نه نو په منډو، بالېنګ او فېلډینګ یا توپ ټولولو کې نبي تر چا کم نه دی.

ریس احمدزی دلیل راوړي "کله چې نبي او راشد په یوه لوبډله کې شو هغه وخت ما وویل چې دا د نبي لپاره ښه خبر نه دی ځکه چې د لوبېدو چانس به یې کم وي. د حیدر اباد لوبډلمشر هم بهرنی، استرالیايی دی. په دې حساب یوازې درو نورو بهرنیو لوبغاړو ته ځای شته. په هغو کې راشد ښه لوبه کوي، د نیوزیلنډ کپټان ویلیمسن ډېر ښه لګیا دی او هېنېکېس هم ډېره ښه لوبه کوي، په دې حساب نبي ته ځای نه لیدل کېږي. نبي د استرالیا تر کټېنګ ښه دی خو ویلیمسن چې راغی نبي ته ګرانه شوه. "

د افغانستان د کرېکټ عادي مینه والو ته که غوږ شئ خبره له دسیسو او شکونو ډکه وي.

ځینې وايي حیدر اباد په نبي ډېرې پیسې نه دې ورکړي ځکه یې نه لوبوي. ځینې وايي راشد او نبي دواړه د داسې هېواد دي چې لا یې ټسټ لوبې نه دې کړي نو ګواکې دا حیدر اباد ته ښه نه ښکاري چې دواړه ولوبوي.

Image caption محمد نبي د افغانستان یو له وتلو لوبغاړو دی.

دا ګنګوسې او تبصرې طبعآ تر منطق او شواهدو تر ډېره په احساساتو ولاړې دي.

خو چې د ډېرو له خولې یې اورئ نو ان پر ځینو مسلکي لوبغاړو هم اغېز کوي.

د افغانستان د ملي لوبډلې تېز بالر افتاب عالم راته وویل: "کپتان د استرالیا دی هغه خپلو استرالیایانو ته موقع ورکوي ".

د نبي پلار دې خبرو ته موسک دی. هغه د خپل زوی په استعداد باوري دی خو غوره دا بولي چې مسلکي خبرې هغو ته پرېږدي چې پرې ښه پوهیږي.