د عکسونو البوم: په غشو او غولکو له پولیسو سره نښته
د سې شنبې په ورځ د برازیل ځینو اصلي اوسېدونکو په برازیلیا کې د لاریون پرمهال له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.
په دې لاریونونو کې زرګونه کسان له خپلو ابتدايي وسلو (غشو او لرګیو) په ګټې اخیستو د خپلو حقونو د ساتلو دفاع ته راوتلي وو.
تېر کال له دغو بومي اوسېدونکو سره د ځمکې پرسر په نښته کې دیارلس کسان ووژل شول.