شاته

احدي: د طالبانو غوښتنې د افغانستان په ضد نه دي

د افغانستان په اړه د امریکا حکومت د نوې تګلارې د اعلانيدو په درشل کې یو افغان سیاستوال امریکايي او افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی چې طالبانو ته له نظامي لارې ماتې نشي ورکولی.

د نوې ملي جبهې مشر، انوارالحق احدي د امریکا غږ آشنا ټلوېزیون سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې د سولې پخاطر باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو په شمول په اساسي قانون کې د بدلون په باب د طالبانو غوښتنې ومنل شي.

احدي وویل: "که د طالبانو ځینو غوښتنو ته ځواب وویل شي بده به نه وي چې هغه په اصطلاح د افغانستان په ضد نه دي."

احدي په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر، جیم مټیس، طالبان "وحشي دښمن" بللي دي. امریکايي مقاماتو ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره په ګډه دغې ډلې ته ماتې ورکوي.

احدي وویل چې د مؤقت حکومت په اړه د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس د پخواني خاص استازي، احمد ضیا مسعود خبرداری "قانوني حیثیت" نه لري.

احدي دا مني چې طالبان د سولې لپاره بشپړ پلان نه لري خو ټینګار کوي چې لدغې ډلې سره د سولې په صورت کې د موقت حکومت د جوړیدو ملاتړ کوي.

دغه افغان سیاستوال کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ هرکلی کوي او وایې چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې به د حکمتیار د ملاتړ د راجلبولو لپاره کوښښ وکړي.

د امریکا حکومت اوس په افغانستان کې د خپلې نوې پالیسۍ پر جوړولو کار کوي.

په پام کې ده چې د امریکا نوې افغان تګلاره په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي.

د امریکا د دفاع وزیر او د جمهور رئیس ټرمپ د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د حالاتو د ارزولو په هدف له افغان چارواکو سره په کابل کې خبرې کړي دي.