BBC
 شاته

احسان الله: افغان او هندي څارګرو راسره مرسته کوله

احسان الله احسان د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د پاکستان پوځ لومړی ځل د احسان الله احسان د نیولو ادعا وکړه

د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو د یوه پخواني ویاند احسان الله احسان ویډيويي څرګندونې خپرې کړی، چې په کې احسان الله احسان وايي، د پاکستان پوځ ته تسلیم شوی دی او تور يې پورې کړی، چې د هند او افغانستان څارګرو ادارو د دوی ملاتړ کاوه.

افغان دولت دغه تورونه رد کړي او وايي، د ترهګرو ترمنځ توپیر او د خپلو ګټو لپاره کاروول يې د دوی کار نه دی.

د پاکستاني طالبانو او جماعت الاحرار ډلې د پخواني ویاند احسان الله احسان دغه څرګندونې په داسې وخت کې خپرې شوې، چې شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د پاکستان پوځ لومړی ځل د ښاغلي احسان د نیولو ادعا وکړه.

''که پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ومني، د افغانستان ۷۰ فیصده شخړې کراریږي''

ویاندویان خو تل نیول کېږي!

د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډله څوک دي؟

احسان الله احسان دغه پنځه دقیقې څرګندونو کې وايي، پاکستاني طالبانو له هند څخه مالي ګټې او مرستې ترلاسه کولې، ځکه يې خپل ځان د پاکستان پوځ ته تسلیم کړ.

ازادو سرچینو تر اوسه نه ده تایید کړې، چې احسان الله احسان پاکستاني پوځ نیولی، ورته تسلیم شوی او که يې تر شا کوم بل پلان دی.

احسان الله احسان دغه ویډیو کې خپل اصلي نوم لیاقت علي یادوي او وايي، د مومندو د سیمې اوسېدونکی دی، چې له تېرو نهو و کالو راهیسې يې له پاکستاني طالبانو سره د یوه وسلوال او ویاند په حیث فعالیت کړی.

ښاغلی احسان تور پورې کوي، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره ورسره د هند او افغانستان څارګرو ادارو مرسته کوله.

د ښاغلي احسان په خبره په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ تر عملياتو وروسته دوی افغانستان ته واوښتل، چې هلته بیا د طالب مشرانو او افغان او هندي حکومت ترمنځ اړیکې جوړې شوې.

احسان الله احسان تور پورې کوي، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د هرې پېښې تر شا د هند او افغانستان د ملي امنيت ادارو ملاتړ و.

د پاکستاني طالبانو او جماعت الاحرار وسلوالې ډلې د یاد پخواني ویاند احسان الله احسان تر نیولو یا تسلیمېدو وروسته همدا لومړنی بیان دی، خو دا چې دغه بیان په کومو شرایطو کې اخیستل شوی یا ورکړل شوی، په ازاده توګه يې دقیق معلومات لاهم څرګنده نه دي.

بلې خواته په کابل کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا ددې په غبرګون کې بي بي سي ته وویل، د افغانستان خاوره نه هم د کوم هېواد پر ضد کارول شوې او نه به هم کارول کېږي، بلکې په خبره یې، له ترهګرۍ څخه سیاسي ګټې افغانستان نه، ځینې نور هېوادونه اخلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption احسان الله احسان وايي، اصلي نوم یې لیاقت علي دی

د ویلو وړ ده چې تردې وړاندې هم د پاکستان پوځ او ځينو سیاستوال پر افغانستان او هند او پاکستاني طالبانو د ملاتړ تورونه پورې کړي، خو افغان دولت او هند بیا نه یوازې دغه تورونه بې ځایه بولي او ورته تور د پاکستان پر اسخباراتو په خاصه توګه ای ایس ای لګوي، چې ګواکې هم دوی په افغانستان او هند کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.