شاته

د فرانسې د جمهوري ریاست انتخابات خلاص شول

په فرانسې کې د جمهوري ریاست د انتخابات خلاص شول او د رایې ورکولو مرکزونه وتړل شول.

په فرانسې کې د جمهوري ریاست انتخابات خلاص شول او د رایې ورکولو مرکزونه وتړل شول.

لومړنۍ سروېګانې ښيي چې ایمانیول مکرون او مارنیي لي پن دوه مخکښ کاندیدان دي چې شاید دویم پړاو ته ولاړ شي.

د فرانسې د قانون له مخې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اوله دوره کې که څوک کامیاب نشول، دوه مخکښ کاندیدان یې په دویمې دورې کې له یو بل سره سیالي کوي.

دوه مخکښ کاندیدان

دانتخاباتو نه مخکې نظر پوښتنی څرگندوي چی ایمانویل مکرون د اقتصاد پخوانی وزیر، د اروپايي اتحادېې او کاروبار طرفدار مخکښ دی. خو هغه له فرانسوا اولاند سره نیژدې اړیکې لري. دی زیاتره د فرانسی په سوکالو او ښاري خلکو کې ډیر پلویان لري.

په ده پسې دویمه مارين لی پین ده. نوموړې غواړی چې اروپا ته ترزیاتې اندازې پورې مهاجرت په تیره له اسلامی هېوادونو نه پایته ورسوي. هغه داهم غواړي چی فرانسه له اروپايی اتحاد نه ووزي.

مارين لی پین زیاتره په صنعتي سیمو کې پلویان لري ځکه هلته بی کاری ډیره زیاته ده. هلته خلک د معاصر اقتصادی او ټولنیزنظام سره علاقه نلري.

د پاریس د پوهنتون د سیاسي علومو محصل ماتیو لترایل دې لورنسز وايي: زه به مرین لپن ته رایه ورکړم. دا قاطع انتخاب دی ځکه چې زه د دریو کلونو راپدیخوا د ملي جبهې گوند غړی یم. زما په نظر دا د فرانسې د راتلونکې لپاره ډیرې مهمې شیبې دي.

فرانسوي چارواکیو د رأیې ورکونکیو د امنیت د تأمین لپاره شاوخوا ۵۰ زره پوليس او اووه زره عسکر چې د خاځو قواو افراد هم پکې شامل دي ځای پرځای کړي دي.

نظر شمېرنې ښیي چې منځ‎لاری ایمانوېل ‎مکرون او ښي اړخې ماري‎لیپین به ډېرې رأیې وګټي او د ټاکنو په دوېم پړاو کې به د یوه بل سره سیالي وکړي.

مستقل کاندید ایمانویل مکرون له خپلو پلویانو سره له یوې وینا نه وروسته. د انتخاباتو اول پړاو نن د یکشنبی په ورځ په 23 مه او دویم پړاو د مې په اوومه ټاکل شوی دی

د فرانسې انتخابات

په فرانسه کې د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړی پړاو د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې پیل شو. په دغو انتخاباتو کې ۱۱ کاندیدانو برخه اخیستی ده. په دی کسانو کې کین اړخي او ښي اړخي کاندیدان هم شامل دي.

د فرانسې د جمهوري ریاست انتخابات په پاریس کې د ترهگرو له هغه برید نه څو ورځې وروسته شروع شول چې د پولیسو یو منصبدار پکې ووژل شو او مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه واخیست.

په دې انتخاباتو کې د اسلام او په اروپا کې د مهاجرینو ضد ملتپاله کاندیده مرین لپیین تر اوسه پورې مخکښه کاندېده گڼل شوې ده. خو بیا هم په فرانسې کې په څو لسیزو کې دا لومړۍ ټاکنې دي چې اټکل ېې گران کار دی.

یو پولیس د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې، د هینین بیمانټ په سیمه کې یوې انتخاباتي حوزې ته نیژدې ولاړ دی. د اپریل ٢٣ مه ٢٠١٧

یوه رایه ورکوونکې فبیني وايی: زه تل خپل کاندید د انتخاباتي مبارزې په پیل کې کوم، مونږ ټول ځانته مفکوره او چلند لرو، خو دانتخاباتوپه مهال کې له ډیرو ناڅاپی شیانو سره مخامخ شولو ډېرهزړه نازړه حالت مو ولید خو بیا هم هرڅه تیر شول او مونږ خپله رایه ورکړه.

د دې ترڅنګ محافظه کار کاندید فرانسوا‎فیلون او چپ اړخي جین‎مالینکون هم د دې فرصت لري چې د مې میاشتې پر اوومه نیټې د ټاکنو دویم پړاو ته بریالي شي.

رایه ورکوونکی ژان جیکس وايي کاندیدان یوازې د ځان په هکله فکر کوي ا و دا د شرم خبره ده. هغوی باید د ځان په ځای د کارگرانو په هکله فکر وکړي.پکارده خپل ځانونه لږ بدل کړي.

تحلیل کوونکي ددې پوښتنی په ځواب کې چې په پاریس کې د منځکوره طبقی په شمول ولې رای ورکوونکي په دومره ستر شمیر کې حوزو ته روان دي، وايی هغوی غواړی چی داسی کاندیدانو لکه لي پین او مینلینکون ته راېې ورکړي چی ډیر سخت دریځ لري.

له بل پلوه په فرانسه کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بریمن کاندید باید مطلق اکثریت وگټي. خو که چېرې یو کاندید هم بشپړ اکثریت ونه گټي نو د یکشنبی دورځې مخکښ کاندیدان به د انتخاباتو په بل او وروستي پړاو کې د مې په اومه بیا له یوبل سره مخامخ شي.

دغه انتخابات به د اروپایي‎ اتحادیې د راتلونکې او له روسیې سره د لویدیځ د اړیکو په شمول د فرانسې په اوسني جیوپولټیکس یا له گاونډیانو سره پرنړۍ والو اړیکو اغېز وکړي.

د څیړونکیو او رای ورکوونکیو سره له مرکو نه داسې انگېرنه شوې چې دا به د دویم نړیوالې جگړې نه وروسته لومړی ځل وي چې اټکل یې گران دی، ځکه چې د ټاکنو نه څو ورځې مخکې د رای اچونکیو دریمې برخې لا پریکړه نه و کړې چې چاته رایه ورکړي.