شاته

هلمند کې د جمهور رئیس غني خاص استازي استعفا وکړه

په هلمند کې د افغان ځواکونو د هماهنګۍ ادارې مشر او د افغانستان د جمهور رئیس خاص نظامي استازي، عبدالجبار قهرمان له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده.

عبدالجبار قهرمان په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال هلمند ولایت ته ولیږل شو چې د مرکز لښکرګاه د سقوط له امله اندېښنې زیاتې شوې وي.

اما دغه پخوانی جنرال چې دوه میاشتې کیږي له هلمند څخه کابل ته راستون شوی دی د امریکا غږ سره په یوې مرکې کې وویل چې افغان جمهور رئیس یې د هلمند په دفاعي او امنیتی ادارو کې د اصلاحاتو وړاندیزونو ته "مثبت ځواب" نه دی ورکړی.

قهرمان وویل: "استعفا مې ورکړې ده او ورته [حکومت ته] مې ویلي چې په دغه شکل زه خپلې وظیفې ته دوام نشم ورکولی."

قهرمان وایې چې تردې دمه یې استعفا منل شوې نه ده.

هلمند د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې تر ډیره حده وسله وال طالبان پکې خپل بریدونه پلانوي. دغه ولایت کې په لویه پیمانه کوکنار کرل کیږي چې د افغان چارواکو په وینا د طالبانو او نورو وسله والو ډلو ښه عایداتي سرچینه ده.

امریکايي پوځیانو د پنجشنبې په ورځ [اپریل ۲۰] اعلان وکړ چې هلمند ولایت ته په راتلونکو دوو اونیو کې ٣٠٠ تازه دمه سمندري عساکر استوي.

قهرمان وایې چې د افغانستان په مسلح قواوو کې بنیادي ستونزه کمزوری مدیریت دی چې حکومت يې باید د حل کولو لپاره ګام پورته کړي.

نوموړي د هلمند د پولیسو په لیکو کې بې نظمیو ته په اشارې وویل چې "موږ په پولیسو کې په لویه کچه تغیراتو ته ضرورت لرو."

د افغانستان د جمهور رئیس یوه ویاند، شاه حسین مرتضوي د عبدالجبار قهرمان د استعفا په اړه بې خبرې وښوده.

قهرمان چې له کابل څخه خبرې کولې، په لښکرګاه او نادعلي ولسوالیو کې یې د افغان پوځیانو وروستي پرمختګونه وستایل.

هغه ټینګار وکړ چې که د هلمند د امنيتي ځواکونو په مدیریت کې اصلاحات رانشي نو د دولت له وسله والو مخالفینو څخه به نیول شوې سیمې بیرته سقوط وکړي.