شاته

افغان حکومت د پریوتي پاکستاني هلیکوپټر پلټنه کوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې که څه هم پاکستان د افغانستان له فضایي حدودو څخه د یوهلیکوپټر د تیریدلو اجازه اخیستې وه، خو دوی لا هم نه پوهیږي چې دا پریوتی هلیکوپټر همغه دی او که بل دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا پاکستانی ایم آی ۱۷ هلیکوپټر تیره ورځ د غرمې وروسته د افغانستان د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د لکۍ په یو لرې پرته سیمه کې د تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناسته کړې ده، چې د هلیکوپټر د ناستې سره سم وسله والو پر هلیکوپټر برید کړی ، د هلیکوپټر پیلوټ او شپږ تنه عمله یې له ځان سره وړي دي.

جنرال وزیري وویل "د یادولو وړ ده چې پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له لارې د ملکي هوایي چلند له وزارت څخه د افغانستان له فضایي حدودو څخه د تیریدلو اجازه اخیستې وه، پلټنې روانې دي، ترڅو دا څرګنده شي چې پریوتی هلیکوپټر همغه هلیکوپټر دی چې دمخه پرې تفاهم شوی وو او که نه ".

تراوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفو ډلو د دغې هلیکوپټر د عملې د نیولو او دغې پیښې په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، خپلو امنیتي ځواکونو ته یې د پریوتی هلیکوپټر د عملې د ژغورولو لپاره د اقداماتو ترسره کولو امرکړی دی.

خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاټړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولس سره په ټیلیفون ددغه هلیکوپټرد پریوتلو په هکله خبرې کړي او د قاطع ملاتړ د قومواندان څخه یې د هلیکوپټر د عملې د ژغورلو په برخه کې د مرستې غوښته کړې ده .

پاکستاني رسنې وایي، چې دا هلیکوپټر د دغه هیواد د پنجاب د ایالتي حکومت پورې مربوط وو او د تخنیکي پلټنو لپاره د افغانستان په لاره روسیې ته روان وو.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویاند اختر منیر هم خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان د فضایي حدودو له لارې روسیې ته په لاره د دغه هلیکوپټر د الوتنې لپاره یې د افغان حکومت څخه دمخه ددغه هلیکوپټر د الوتنې اجازه اخیستې وه.