BBC
 شاته

'کابل او اسلام اباد کې د خپلې ترینګلتیا سزا کډوالو ته نه ورکوي'

Image caption د افغان کډوالو کمېټې د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د سوله یيز احتجاج اعلان هم وکړ.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو مشرانو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل، چې د خپلو سیاسي شخړو سزا دې کډوالو ته نه ورکوي. دغو مشرانو د پاکستان له حکومته هم د کډوالو د ځورولو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د افغان کډوالو مشرانو د پاکستان له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د امن راتلو او د کډوالو د ستونزو تر حل کېدو پورې دې ورته پاکستان کې د وسېدو اجازه ورکړله شي.

د کډوالو مشرانو له پاکستانه په دې وروستېو کې د نيول شویو افغان کډوالو د ژر تر ژر خوشي کولو او په راتلونکې کې له افغان کډوالو سره د سخت چلند نه کولو غوښتنه هم وکړه.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مشرانو د کډوالو د ستونزو د حل کولو لپاره يو ديرش کسيزه کمېټه جوړه کړې ده. د کډوالو د مختلفو کيمپونو مشران ددغې کمېټې غړي دي.

د مرکزي ښار پيښور پريس کلب کې ددغې کمېټې‎ د مشرانو لومړۍ خبري غونډې ته د وينا پرمهال د کميټې يو مشر ارسلا خروټي وويل، هغه افغان کډوال چې د راجسټر کارډ لرې هغوی ته افغانستان ته تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه د ملګرو ملتونو په يوه تازه سروې کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او ناامنیو له کبله يونيم ميليون خلک بې کوره شوي.

نوموړي وويل افغان حکومت تراوسه په افغانستان کې د بې کوره شویو افغانانو لپاره د سرپناه زمينه نه ده برابره کړې، نو بيا څنګه د افغان کډوالو لپاره د ژوند اساسي اسانتياوې برابرولی شي.

ارسلا خروټي وويل افغان چارواکو تراوسه له کډوالو سره يوازې ژمنې کوي د کډوالو د ستونزو د حل لپاره يې کوم کوټلی ګام نه دی پورته کړی.

د افغان کډوالو د کميټې یو بل غړی حمايت الله خان وايي، د پاکستان حکومت لخوا د راجسټريشن کارټونو موده د شپږو مياشتو غځولو پرېکړې د کډوالو کاروبارونه سخت اغېزمن کړي. هغه وويل د پاکستان د پوليسو له لوري له کډوالو سره چلند هم ډېر سخت شوی.

د کميټې يو بل غړې شرافت بيا وايي، د کډوالو ستونزې دا دي چې د افغانستان حکومت د افغان کډوالو د ځای کولو لپاره چمتو نه دی او پاکستان حکومت يې په زور شړي.

هغه وويل، د ملګرو ملتونو چارواکو کډوالو ته ويلي چې دوی افغانستان ته د نورو کډوالو د ليږدولو لپاره پيسې هم نه لري.

خو په پلازمينه اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو ویاندې دنيا اسلم خان له بي بي سي سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې يو اين ايچ سي ار د کډوالو د ليږدولو لپاره پيسې نه لري. نوموړي وويل روان کال تر ۲۷۰۰۰ ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

د افغان کډوالو کمېټې د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د سوله یيز احتجاج اعلان هم وکړ. د کميټې مشرانو لس کسيزه کمیسیون هم جوړ کړی چې ډېر ژر به له پاکستاني، ملګرو ملتونو او افغان چارواکو سره وګوري.

Image caption د کميټې مشرانو لس کسيزه کمیسیون هم جوړ کړی چې ډېر ژر به له پاکستاني، ملګرو ملتونو او افغان چارواکو سره وګوري.