BBC
 شاته

د اولمپيک سياليو لپاره چمتوالی

Image copyright PA

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال اولمپيک سيالۍ به د پرانيستې له مراسمو وروسته د شنبې په ورځ پيل شي خو د اولمپيک لومړنۍ لوبې چې فوټبال دي د اګسته پر ۳ مه ترسره شوې.

د اولمپيک سياليو په جدول کې د ځای نه شتون له امله د فوټبال لوبې د دغو سياليو له رسمي پيلېدو وړاندې ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د ریو اولمپيک لوبو د رسمي پرانيستلو لپاره چمتووالی پیل شوی دی.

د فوټبال لومړنۍ سیالۍ

د سويډن او جنوبي افريقا ښځينه لوبغاړو لومړۍ لوبې د اولمپيک په لوبغالي ترسره کړې.

د سويډڼ ملې لوبډله وتوانېده چې دغه لوبه يو، صفر وګټي، په بله لوبه کې امريکا چين ته درې صفر ماتې ورکړه.

په نورو لوبو کې کاناډا دوه، صفر استراليا او جرمني شپږ يو زېمبابوې ته ماته ورکړه.

په بله ډله کې فرانسې څلور- صفر کولمبيا او امريکا دوه- صفر نيوزيلنډ ته ماته ورکړه.

Image copyright Getty Images

نن به لاندينۍ لوبډلې يو له بل سره مخامخېږي:

عراق- ډنمارک

هاندوراس –الجزاير

برازيل- جنوبي افريقا

مکسيکو- جرمني

پرتګال- ارجنټاين

سويډن- کولمبيا

د فوټبال سيالۍ يوازينۍ لوبې دي چې د برازيل په بېلابېلو ښارونو کې ترسره کېږي.

لورا ماریو چې د لوبو د کتلو لپاره ریو ته تللې وايي "دا یوه ډېره هیجاني شېبه او د دې د ژوند تر ټولو ښه تجربه ده".

له دې چې په دولتي کچه پر روسي لوبغاړو د ډوپنګ یا ناقانونه درملو د کارولو تورونه لګول شوي او یو شمېرو ته یې د لوبې کولو اجازه ورنه کړل شوه، برخلیک یې نه دی معلوم. خو دوی اوس همدلته په ریو کې د قاضیانو د یوې ځانګړې ډلګۍ پرېکړې ته په تمه دي.

لږ تر لږه د وزن اوچتوونکو او کښتۍ ځغلوونکو ته د برخې اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوې. وروستۍ پرېکړه به جنوبي امریکا کې د لوبو د رسمي پېل کېدو پر مهال د جمعې په شپه کېږي.

خو د اولمپیک مشال وار له مخې د اوږده مزل له پای ته رسولو وروسته ریو ته رسېدلی دی.