BBC
 شاته

امریکايي جنرال پر روسیې تور پورې کړی، چې طالبانو سره مرستې کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکايي جنرال پر روسیې له طالبانو سره د مرستو تور پورې کړی دی

اروپا کې د امریکا یوه لوړ پوړي امریکايي جنرال پر روسیې تور پورې کړی، چې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

اروپا کې د ناټو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال کورتیس اسکارپاروتي ویلي، د افغانستان په سویل کې د طالبانو پراخ کنترول ته په کتو سره داسې احتمال شته، چې مسکو له طالبانو سره مرسته کړې وي.

نوموړې دغه څرګندونې د امریکا سنا کې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته وینا کې کړې. هغه ویلي:

''ما دا وروستیو کې پر وسله والو طالبانو د روسیې نفوذ لیدلی، چې ډېر شوی دی او دغه نفوذ نه یوازې د اړیکو تر حده دی، بلکې ښايي د امکاناتو چمتو کولو په برخه کې هم وي. ''

''روسیې له طالبانو د سولې له بهیر سره یوځای کېدل غوښتي''

روسیې ویلي ژر به مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه وشي

له دې مخکې د روسې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له طالبانو سره د مالي مرستو، وسلو او په افغانستان کې د طالبانو لپاره د روزنې کمپونو جوړولو کې د ونډې اخیستو په ردولو سره ویلي و، په افغانستان کې دننه او بهر داسې کړۍ شته، چې غواړي دغه هېواد کې ترهګرۍ سره مبارزې کې د روسیې رول کمزوری وښيي.

اعلامیه کې ویل شوي و، دغسې څرګندونې '' له هغو تېروتنو د خلکو پام بل لور ته اړولو هڅې دي، چې افغانستان کې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د بهرنیو ځواکونو د شتون مودې کې شوې دي ''

د انځور حقوق .
Image caption روسي چارواکو د تېر کال وروستیو کې ویلي و، چې له وسله والو طالبانو سره اړیکه کې دي

تېر کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له طالبانو سره د روسې اړیکو په اړه اندېښنه په مسکو کې څرګنده کړې وه، خو د روسیې چارواکو ویلي و، د دوی د دغو اړیکو هدف د افغانستان سولې بهیر کې د ګډون لپاره د طالبانو هڅول دي.

تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر ویلي و، روسیې له طالبانو غوښتي چې اساسي قانون ته په درناوي خپل وسله وال بریدونه پای ته ورسوي، له ترهګرو ډلو سره خپله اړیکه غوڅه او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د ملي امنیت شورا ویاند وايي، ښاغلي اتمر ته مسکو کې له خپل روسي سیال سره د لیدنې پرمهال ویل شوي، چې مسکو افغانستان کې د افغان دولت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.