شاته

داعش د لندن د پیښې مسولیت ومانه

داعش ویلي دي چې د لندن د پرونۍ حملې عامل د "اسلامي دولت سرتیری" و.

د بریتانیا پولیس د لندن د چارشنبې د ورځې د حملې په ارتباط په لندن او برمینگهم ښار کې څو اپارتمانونه تالاشي کړي او اته تنه تورن کسان یې نیولي دي.

د چهارشنبې په ورځ یو شخص خپل موټر د لندن د ویستمینستر د پله په ساحه کې پر پلیو کسانو وروخیژاوه دوه تنه یې ووژل او څه دپاسه ٣٠ تنه یې ټپیان کړل. بیا همدغه حمله کوونکي د بریتانیا پارلمان ته نژدې پر یو پولیس په چاقو حمله وکړه، خو بل پولیس دغه شخص په ډزو وویشت. ټپي شوی پولیس وروسته د ټپونه په وجه مړ شو.

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مۍ د هغه هیواد پارلمان ته ویلي چې ددغه پیښې عامل په بریتانیا کې زیږیدلی یو مسلمان شخص و چې د افراطي افکارو په وجه د بریتانیا د استخباراتي ادارو تر څارنې لاندې و.

د بریتانیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د یو پولیس او دوه ملکي وگړو په درناوي یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه چې په حمله کې وژل شوي دي.

د لندن ښاروال صدیق خان پر ښاریانو غږ وکړ چې خپل اتحاد د څرگندولو او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو سره د همدردۍ د څرگندولو لپاره د پنجشنبې په ماښام د ترافالگار په څلور لارې کې د شمعو د بلولو په مراسمو کې برخه واخلي.

لندن نن د پنجشنبې په ورې بیرته عادي حالت غوره کړ، خو بیا هم د پارلمان په څلور لارې، د ویستمینستر د پله په ساحه او نورو سیمو کې د پولیسو عدلي طب د کارکوونکو حضور څرگندیده.

د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې د پولیسو مشر مارک راولي وایي هغه په دې باور دی چې حمله کونکي یواځې و او د "نړیوال تروریزم نه په الهام" یې دا کار کړی دی. هغه وویل چې د حمله کوونکي په گډون څلور تنه په پیښه کې وژل شوي او د ټپیانو په ډله کې د اوه تنو وضیعت خراب دی.

د یو امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې د حمله کوونکي هویت معلوم شوی او د بریتانیې امنیتي مقاماتو دمخه پیژانده، خو دغه چارواکي د حمله کوونکي نوم، تابعت او ځای څرگند نه کړ.

د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون ویلي دي چې د امنیتي مقاماتو په وینا دغه حمله "په یو ډول د اسلامي تروریزم" سره اړیمه لري او په هکله یې پلټنې روانې دي.

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مۍ، د چهارشنبې په ورځ د حکومت د بېړني حالت د فوق العاده کمیټې له غونډې وروسته وویل چې د بېړني حالت کچه به بدله نشي. زیاته یې کړه چې د تروریزم له لارې د بریتانیا ارزښتونو، دموکراسۍ او آزادۍ ته د ماتې ورکولو هڅې به بریالیتوب ته ونه رسیږي.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په گډون د نړۍ زیات شمیر مشرانو د بریتانیا د خلکو او حکومت سره خواخوږي څرگنده کړې او دغه پیښه یې غندلې ده.