امریکایۍ مېرمنې ته د افغانستان تابعیت ورکول
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یوې امریکايي مېرمنې ته په یولړ مراسمو کې د افغانستان تابعیت ورکړ.
اغلې ماري کارلوین مک مکین څه باندې ۳۸ کاله افغانستان کې اوسېدلې چې د لاسي صنایعو، خیاطۍ او د ښځو د کار د ملاتړ په ګډون یې ګڼو برخو کې فعالیت کړی دی.
اغلې مک مکین ته د افغانستان تابعیت د ولسمشر محمد اشرف غني په لاس د وري پر دویمه (چارشنبې) ماسپښین مهال ورکړل شو.
جرمني د ترهګرۍ په تور خپل دوه وګړي شړي
له افغان دیپلوماتانو دویم تابعیت اخیستل کېږي
دغه مراسم ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوي وو.
د ولسمشر په یوه خپاره شوي فرمان کې د کورنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د هغې د تابعیت په تړاو لازم اجرآت او همکاري وکړي.
ښاغلي غني له اغلې مک مکین مننه وکړه چې په تېرو څو کلونو کې یې د افغانانو لاسنیوی او ملاتړ کړی دی.
کارلوین په دې مراسمو کې وویل: "د افغانستان خلک نرم او بشردوسته دي او زه د دوی ترڅنګ د هوساینې احساس کوم."