شاته

پاکستان: نه پرېږدو نور هېوادونه اتومي تکنالوژي ترلاسه کړي

پاکستان ژمنه وکړه چې په ګډه به کار وکړي چې نورو هېوادونو ته هغه تکنالوژي په لاس ورنشي چې د اتومي وسلو جوړولو ته لار پرانیزي.

دا خبره د پاکستان د صدر اعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په اسلام اباد کې د اتومي وسلو د نه خپرېدو په یوې غونډې کې وکړه.

په دغې دوه ورځنۍ غونډې کې د چین، روسیې، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو د ځینو استازيو په ګډون د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي او انټرپول د سازمان استازي هم برخه لري.

ښاغلي عزیز وویل پاکستان اتومي وسلو ته د غلطو لاسونو د رسېدو په مخنیوي کې وار له مخې احتیاطي ګامونه اخیستي دي، خو په دې اړه ډېر جزییات ورنکړل.

هغه وویل هېواد به یې په ګډه کار وکړي چې پرېنږدي د اتومي وسلو نه درلودونکي هېوادونه د اتومي وسلو تکنالوژي ترلاسه کړي.

خو اسوشیټډ پرس وايي چې اسلام اباد په دغه برخه کې ښه تاریخ نلري، ځکه چې د پاکستان د اتومي وسلو مخترع، قدیر خان، شمالي کوریا ته د اتومي تکنالوژۍ په ورکولو تورن دی.

د پاکستان اتوم او نړیوالې اندېښنه

پاکستان د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه امضا کړې چې هدف یې د اتومي، بېلوژیکي او کیمیاوي وسلو د خپرېدو مخنیوی او محدودول دي. دغه تړون دا ټېنګار هم کوي باید اجازه ور نه کړل شي چې اتومي وسلو او وسایلو ته افراد لاره پیدا کړي.

خو پاکستان او ګاوندی هند یې د اتومي وسلو د نه خپرېدو د تړون برخه نه دي. دوی دواړو دا تړون تر پښو لاندې کړی او اتومي وسلې یې جوړې کړې دي. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکیچ د اتومي جنګ خطر زیات کړی دی.

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو را وروسته هند او پاکستان د کشمير پر سر درې وارې جنګ کړی دی. هند د ۱۹۷۰کلونو په لومړیو کې اتومي وسلې جوړې کړې او پاکستان یې هم ژر پر پل قدم کېښود.

پر پاکستان له دې کبله بندیزونه هم لګول شوي وو چې د انرزژۍ د تولید په برخه کې د اتومي ريکټور د ځینو پرزو له کموالي سره هم مخامخ شوی و.

نړیواله ټولنه اندېښنه لري چې د پاکستان اتومي او نورې ویجاړونکې وسلې د القاعدې، اسلامي دولت او نورو اورپکو ډلو لاس ته ورنشي چې استعمال یې نکړي.