BBC
 شاته

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک "خوشی کېږي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption ۸۸ کلن حسني مبارک په ۲۰۱۲ کال له واکه تر لیرې کېدا یو کال وروسته، لومړۍ محکمه کې تورن وپېژندل شو او په عمري بند محکوم شو.

د مصر لویې څارنوالۍ د پخواني ولسمشر حسني مبارک د خوشي کولو هوډ کړی. نوموړی د ۲۰۱۱ کال جنورۍ کې د لاریونیانو د وژلو له توره سپین خېژول شوی دی.

لویې څارنوالۍ د ښاغلي مبارک د وکیل غوښتنه منلې ده، چې ګني موکل یې زندان کې ټاکل شوی وخت تېر کړی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې مبارک به د خپل ژوند پاتې ورځې چېرې تېروي، خو دا مهال په یوه پوځي روغتون کې دی.

د نوموړي وکیل رسنیو ته ویلي، موکل به یې یوه یا دوو ورځو کې له روغتونه ووځي.

حسني مبارک د لاریونوالو د وژنې دوسیه کې بري شو

حسني مبارک ته د برائت ورکولو خلاف احتجاج

محکمې مبارک د ولسمشریزو چارو ناغېړۍ له کبله په درو کلونو بند محکوم کړی و، خو وروسته پرې د مالي فساد تور هم ولګېد.

د مصر محکمې د روانې مارچ میاشتې پر دویمې مبارک په نهايي ډول د لاریونیانو د وژلو له توره سپین وخېژاوه.

خو مبارک لاهم له سفر کولو منع شوی دی.

۸۸ کلن حسني مبارک په ۲۰۱۲ کال له واکه تر لیرې کېدا یو کال وروسته، لومړۍ محکمه کې تورن وپېژندل شو او په عمري بند محکوم شو.

مبارک د ۲۰۱۱ کال له اپریل میاشتې راهیسې په بند کې دی، خو د بند موده یې په بېلابېلو روغتونونو کې تېرېږي، چې اوس د قاهرې سوېل کې یوه پوځي روغتون کې دی.

مبارک د لاریونیانو د وژلو امر ورکولو تور نه مني او ټینګار یې دا دی چې تاریخ به ثابته کړي چې ګني "ده خپل هېواد ته خدمت کړی دی".

د مبارک د محاکمې لومړۍ ناسته په ۲۰۱۳ کال وشوه، خو یو کال وروسته قاضي تور ترې لیرې کړ، خو د هېواد عالي محکمې یې د دویمې محاکمې غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۱ کال جنورۍ پر ۲۵مه، د مصر لاریونونو کې د امینتي ځواکونو په ډزو لږترلږه ۸۵۰ کسان ووژل شول، چې په پایله کې یې د هماغه کال د فبرورۍ پر ۱۱مه د مبارک واکمني پای ته روسېده.

لاهم د پاڅون په ورځو کې د لاریونیانو د وژلو ورځ د مصر تاریخ کې یوه توره ورځ ګڼل کېږي، چې د بشري حقونو فعالان د پولیسو د محاکمې غوښتنه کوي.

مصر: حسني مبارک د وژنو قضیې کې بې ګناه بلل شوی