BBC
 شاته

'پاکستان دې ترهګرو ته پټنځي نه ورکوي'

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption سيد اکبرالدين امنيت شورا ته ويلي د حقاني له شبکې، لشکر طيبه او جيش محمد سره د ترهگرو ډلو په څېر چلند په کار دى او دوى ته بايد پټنځي برابر نه شي.

ټايمز آف انديا:

افغانستان رسماً امنیت شورا ته له پاکستانه شکایت وکړ

هندۍ ورځپاڼې ټايمز آف انديا د افغانستان په تړاو په ملگرو ملتونو کې د هند استازي څرگندونو ته کتنه کړې.

سيد اکبرالدين امنيت شورا ته ويلي د حقاني له شبکې، لشکر طيبه او جيش محمد سره د ترهگرو ډلو په څېر چلند په کار دى او دوى ته بايد پټنځي برابر نه شي.

ښاغلي اکبرالدين اندېښنه څرگنده کړې چې په وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې ترهگريز فعالياتونه خورا زيات پراخ شوي.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ليکوال وايي له افغانستان، ايران، هند او چين سره راکړه ورکړه د پاکستان د نړېوالې سوداگرۍ ٢٦ سلنه جوړوي.

له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي

دغې پاکستانۍ ورځپاڼې په خپل يوۀ خپاره کړي مطلب کې ويلي د پاکستان سوداگرۍ کسر په بې سارې کچه لوړ شوى.

د ورځپاڼې په وينا د پاکستان سوداگرييز کسر په تېرو اتو مياشتو کې څه د پاسه ٢٠ ميليارد ډالرو ته رسېدلى.

همدې ورځپاڼې "له گاونډيو سره سوداگري" تر سرليک لاندې يوه شننه هم خپره کړې چې ليکوال له گاونډيو سره د سوداگرۍ پر گټو ټينگار کوي.

ليکوال وايي له افغانستان، ايران، هند او چين سره راکړه ورکړه د پاکستان د نړېوالې سوداگرۍ ٢٦ سلنه جوړوي.

په مطلب کې راغلي، ځينې مهال گاونډي بازارونه په هېواد کې دننه له شته بازاره نژدې او گټور پرېوځي.

ليکوال ليکي پېښوري اوړو لپاره ننگرهار تر لاهور ښه بازار دى، او بيا د ننگرهار نارنجو لپاره پېښور تر کابل ښه مارکېټ ثابت شوى.

ليکوال وايي گاونډيو سره سوداگري ډېرې گټې لري.

اقتصادي يووالى رامنځته کېږي، شتمن گاونډى بې وزلي لپاره متنوع توکي برابروي او بېوزلى گاونډى بيا شتمن هغه ته په ارزان توليد ځاى بدلېداى شي.

په شننه کې پاکستاني چارواکو ته له گاونډيو سره په سوداگرۍ کې شته بالقوه وړتيا ته گوته نيول شوې خو وايي دې موخې ته رسېدو لپاره اړتيا ده له افغانستان او هند سره سياسي ترېنگلتيا کمه شي، او فغانستان کې ټيکاو راشي.

ليکوال همداراز زياتوي چې ايران او چين سره بايد د نښلېدو نورې لارې وموندل شي.

ډېلي مېل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملاله يوسفزۍ چې په ٢٠١٢م کال کې طالبانو په سوات کې په سر وويشته، دا اعلان په برمنگهم ښار کې د زده کړو په تړاو جوړ شوي يوۀ کنفرانس په ترڅ کې وکړ.

''ملاله یوسفزۍ میلیونره شوه''

بريتانيا چاپه ډېلي ميل ورځپاڼه وايي د نوبل سولې جايزې گټونکې ملالې يوسفزۍ ته په اکسفورډ پوهنتون کې د زده کړې وړانديز شوى.

ملاله يوسفزۍ چې په ٢٠١٢م کال کې طالبانو په سوات کې په سر وويشته، دا اعلان په برمنگهم ښار کې د زده کړو په تړاو جوړ شوي يوۀ کنفرانس په ترڅ کې وکړ.

آغلې يوسفزۍ ويلي اکسفورډ پوهنتون ورته ويلي که "اې لېول" آزموينه کې (چې د افغانستان کانکور آزموينې معادل ده) په دريو مضمونو کې لوړې نمرې ترلاسه کړي نو کولاى شي دغه پوهنتون کې سياست، فلسفه او يا اقتصاد ولولي.

په بريتانيا کې د اې لېول آزموينه راتلونکي مې يا جون کې اخيستل کېږي.