BBC
 شاته

په ځینې افغان ښارونو کې د پاکستانۍ کلدارې واکمني

Image caption په ننګرهار کې خلک وايي، راکړه ور کړه پر پاکستانۍ کلداره او لویې معاملې پر ډالرو دي.

د جلال اباد ښار په یوه خوندي بازار کې د قیمتي ډبرو د سود سودا خبرې دي خو پیر و پلور یې له یوه سره په پردیو روپیو کېږي.

حاجی محمد انګل له کانونو د وتلو بیلو بیلو غمیو پر څرنګوالي او ارزښت ډیر ځیر و، خو بل لوی ارزښت افغانۍ ته یې پام نه دی. نوموړی هم مني چې افغانۍ یې شاته پریښې.

"دلته که د کاڼو کارو بار دی یا نور عام د بازار کارو بار دی ټول په کلدارو دی. نورې غټې سوداوې لکه د کور یا موټرو پير وپلور په ډالرو دی. په افغانیو کوم خاص کاروبار دلته نشته ".

* افغانستان بانک زړې شوې افغانۍ ناچله کوي

* د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت پاموړ لوړ شوی

د جلال اباد ښار د اسعارو لوی بازار کې پر میزونو د پاکستانۍ کلدارې او افغانۍ د بدلون سوداګري ده او د دولت کارکوونکي - چې تنخا یې پر افغانیو ده- دلته افغانۍ پر کلدارو بدلوي.

یو صراف وايي، جیب کې کلدارې لرل په دې ښار کې د پیر اوپلور لومړنی شرط دی.

"مثلا یو جنس چې دلته خرڅېږي په کلدارو په یوسلو پنځوس دی او په افغانیو هماغه جنس په سل دی نو دلته شل کلدارې فرق راځي، خلک هم غریب دي او دا شل روپۍ د ځان لپاره ګټه کڼي نو ځکه پره افغانیو سودا نه کوي".

Image caption په ننګرهار کې چارواکي افغانۍ تنخا پر کلدارو بدلوي او را کړه ور کړه پر کلدارو کوي.

افغان دولت په بهرنیو پيسو د پير و پلور د مخنیوي لپاره کلونه هڅې کړې خو په لویدیځ او سویل لویدیځ کې لا هم د ایران تومن او په ختیځو ولایتونو کې پاکستانۍ کلدارې چلیږي، خو د افغانستان په هر ځای کې لویې معاملې پر ډالرو کېږي.

دغو سیمو کې دا چاره نوې نه ده کلونه کېږي ، خو د سیمه ییزو چارواکو پر ژمنو هم مودې اوړي چې وايي د خپلو بانک نوټونو دود ته کار کوي.

ما د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی وپوښت چې په کندهار کې په یو امر د کلدارو کارول بند شول دا چاره په ننګرهار کې ولې شونې نه ده ؟

* د افغانۍ بانکنوټونه؛ له سوداګرۍ تر سوځولو پورې

* ولې یوه لسیزه کې ۴۰ میلیارده افغانۍ سوځول شوې

" دا لویه ستونزه ده او په ولایتي کچه باندې نه حل کېږي موږ دا ستونزه له مرکز سره شریکه کړې چون اقتصادي اړخ یې ډیر مهم دی نو په مرکز کې باید ورته یوه منظمه طرحه جوړه شي او هغه سوداګر هم چې توکي را واردوي باید په افغانیو وي چې بیا د تبادلې پر مهال تاوان ونه کړي".

تېر کال د بي بي سي پښتو تلويزيون د ننگرهار په بازارونو کې د کلدارو په کارېدا رپوټ وکړ چې تر هغه وروسته افغان کابينې د دې پيسو د مخنيوي امر وکړ. خو لا هم داسې ونه شول.

ځينې په دې باور دي چې تر هغو به دا کار عملي نه شي چې ولس يې خپله درک نه کړي او اقتصادي تاوان او گټه ورته جوته نه شي.

Image caption د سوالګر کچکول ته له زړه وتلی خیرات هم پاکستانۍ کلدارې دي.