محمد شهزاد ۲۰ اوریزو سیالیو کې له ویرات کولي مخکې شو
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد شهزاد د شل اوریزو سیالیو څلورو تر ټولو لوړو منډو کې د هند کرېکټ لوبډلې پر توپ وهونکي ویرات کولي مخکې شوی.
نوموړي په ۵۸ سیالیو کې ۱۷۷۹ منډې کړې، په دې معنا چې د ویرات کولي ۴۸ لوبو په ۱۷۰۹ منډو کې د شهزاد ۷۰ منډې پرې زیاتې دي.
مارټین ګوتیل د شل اوریزو سیالیو توپ وهونکو لیست کې د غوره لوبغاړي اوم ځای خپل کړی دی.
افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ
کريکټ: پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه
افغان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی محمد شهزاد ډېری نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې پر هندي ویکټ ساتونکي ویرات کولي مخکې شوی دی.
دا خبر د یکشنبې په ورځ د هند 'ګریټ نوویډا سټډیم' کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د درېیمې لوبې له پیلېدا وروسته شوی دی.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د درېیمې یوې ورځنۍ لوبې ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۳ منډو په جوړولو ریکارډ جوړ کړ.
۲۹ کلن محمد شهزاد په درو شل اوریزو سیالیو کې تر ۱۰۰ ډېرې منډې کړې، چې دا مهال د څلورو غوره لوبغاړو په کتار کې دی.
نوموړی د ۲۰۱۶ کال شل نړیوالو اوریزو پرمهال هم ښه وځلېده، چې د 'افغان دهوني' لقب هم ورکړل شو.
نوموړی د آی پي اېل بولۍ کې هم د نیمه غړو لوبغاړو لست کې غوره لوبغاړی بلل شوی، خو د شل اوریزو دغه لاسبری لوبغاړی لاهم نه دی خرڅ شوی.