شاته

جوزجان کې دوه زیارتونو ته اور اچول شوی

د جوزجان ولایتي چارواکي وایي، چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې وسله والو د دغه ولایت د درزاب په ولسوالۍ کې دوه زیارتونو ته اور اچولی دی.

د جوزجان ولایت د والي ویاند رضا غفوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو سړو دا زیارتونه د درزاب ولایت د بي بي مریم او صوفي دوست محمد په کلو کې سوزولي دي.

د جوزجان ولایت چارواکي وايي، چې دا دواړه کلي د درزاب د ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې موقعیت لري، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې فعال دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د جوزجان او سرپل د ولایتونو چارواکو د دغو ولایتونو په شمیر ولسوالیو کې د داعش د وسله والو د شتون په باب اندیښنې څرګندې کړي او ویلي دي چې دغې ډلې خپلو لیکو ته د وسله والو د جذبولو لپاره پراخه فعالیتونه پیل کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په شمال کې وسله وال زیارتونو ته اور اچوي.

د دې دمخه وسله والو د ننګرهار په ولایت کې هم څو زیارتونه ویجاړکړي وو، چې د دغه ولایت چارواکو یې پړه د داعش پر وسله والو اچولې وه.

خو داعش تراوسه د زیارتونو د ویجارولو مسولیت نه دی منلی.