شاته

پاکستان، د ډیورند پر کرښه څلور نورې دروازې جوړوي

د پاکستان حکومت وايي د ترهګرو د څارنې لپاره د ډېورنډ په کرښه د څلورو نویو دروازو په جوړولو غور کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بلیغ الرحمان د هغه هیواد د سنا مجلس ته ویلي چې نوې دروازې به په جنوبي او شمالي وزیرستان، کرم او مهمند ايجنسۍکې جوړې شي.

ښاغلي رحمان دا هم ویلي چې د تورخم او چمن په پوله اوسنۍ فعالې دروازې به د ٢٠٢٠ کال پورې نوې کړای شي او په نویو وسایلو به سمبالې شي.

د تیر کال د جون په میاشت کې کله چې پاکستان د افغانستان سره په پوله په د تورخم دروازه جوړوله، افغان ځواکونو ورسره د دروازې په لګولو نښته کړې وه او افغان چارواکو دغه کار د نړيوال قانون په ضد بللی و. د تورخم په نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوختې وه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان ددې ډول تصمیمونو سره په مخالفت کې تیره اونۍ په خپل ټویټر کې لیکلي چې "د پاکستان حکومت قانوني صلاحیت نه لري چې د ډیورند پر کرښه باندې خپل شرایط وضع کړي، په داسې حال کې چې مونږ د فاټا خلکو ته د آزادۍ هیله لرو."

ښاغلي کرزي په یو بل ټویټر کې دا هم ویلي دي چې ".. مونږ د پاکستان حکومت ته دا ورپه یادوو چې افغانستان د ډیورند کرښه نه منلې او نه به یې ومني."

​د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند په ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې باندې د دروازو له جوړولو سره افغان مشران مخالفت کوي او د هند د پخواني بریتانوي مشرانو له خوا جوړه شوې دا کرښه نه مني.

له بلې خوا د پاکستان له لورې په یو اړخیزه توگه د تورخم او چمن دروازې د تېرې مياشتې د ۱۶ نېټې راهیسې تړل شوي خو د روانې اونۍ په پیل کې یواځې د دوو ورځو لپاره پرانستل شوی او بیا بیرته وتړل شوې.

د پاکستان د حکومت مخالفې ډلې او سوداګر وايي په داسې حال کې چې د تورخم او چمن د دروازو شاته په سامان الاتو ډکې په زرګونو لارې او موټرې ولاړ دي، دا کار د پاکستان خپلې سوداګرۍ ته زيان رسوي.

د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې له ځانمرګي برید وروسته اسلام آباد د تورخم، چمن او غلام خان دروازې وتړلي او ورسره یې د افغانستان د ختیځو ولایتونو پر یو شمیر ولسوالیو توغندي وویشتل.

پاکستان تور لگوي چې د سند د ایالت د برید تنظیمونکي په افغانستان کې پټ دي، خو افغانستان دا ادعا په کلکه ردوي.