شاته

نتن یاهو وایي چې په سوریې کې د ایران موجودیت د سولې په مخکې خنډ دی

د اسرایلو صدراعظم بنجمن نتن یاهو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتن سره په مسکو کې کتلي دي او ورته یې وویل چې تر څو ایران په سوریې کې موجود وي، په دغه هیواد کې سوله نشي راتلی.

نتن یاهو د ملاقات نه ورسته خبریالانو ته وویل

"مونږه په سوریې کې د ایران په شتون، ارادو او اهدافو وغږیدلو او ما په ښکاره وویل چې تر څو ایران د اسرایلو د تباهۍ اراده لري او په سوریې کې موجود وي نو په سوریې کې د سولې موافقه نشي کیدلی."

ایران چې د اسرایلو ښکاره دښمن دی، د سوریې په کورنۍ جگړې کې د ولسمشر بشار اسد ملاتړ کوي. او سوریې ته یې د هغه په طرافدارۍ د جنگ لپاره ملیشې هم لیږلي دي.

نتن یاهو د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ایران د اسرایلو په خلاف خپلو ملیشو ته وسله ورکړي ده، دوي په سوریې کې ځان د دې لپاره قوي کوي چې د اسرایلو په خلاف جنگ پیل کړي. هغه زیاته کړه

"تر څو چې ایران په دغې جگړې کې شامل وي نو هلته په سوریې کې سوله نشي راتلی. نو په دی خاطر ایران باید د سوریې نه وویستل شي."

روسیه چې د بشار اسد ملاتړ کوي، د سوریې د راتلونکي په هکله یې تیره اونۍ د ژنیو په غونډی کې گډون وکړ. د دغې غونډي مشري ملگري ملتونو وکړه خو د کومې نتیجې نه بغیر ختمه شوه.

نتن یاهو زیاته کړه چې اسرایلو د حزب الله ډلې ته چې ایران یې ملاتړ کوي د سوریې د لاری د وسلو د قاچاق د بندولو لپاره په لسگونو بریدونه کړیدي.

د یادوني وړ ده چې اسرایلو او روسیې دوه کاله پخوا په سوریې کې د بریدونو په هکله د پوځي همکارۍ یو موافقه کړي وه.