شاته

د افغان میرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی ٩٪ زیات شوی

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون چارواکي وایي چې په ١٣٩٥ کال کې په ټول افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ پیښې ثبت شوي دي.

د بشري حقونو د کمیسیون ویاند بلال صدیقي امریکا غږ ته وویل، دغه کمیسیون سږکال د ۲۳۴ ښځو د وژنې او د ۲۲۰ نورو ښځو د ځان سوزنې پېښې ثبت کړې دي چې په دې توگه د تیر کال په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په پیښو کې، نږدې نهه فیصده ډیروالی ښیي.

ښاغلي صدیقي وویل "په دې تاوتریخوالي کې فزیکي، جنسي، لفظي او رواني او همدارنګه اقتصادي تاوتریخوالی شته دی. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اندیښمن دی چې په ښځو باندې تاوتریخوالی ډیر په سیستماتیک ډول د کورنۍ او د ټولنې په سطح ترسره کیږي."

ددې کمیسیون د چارواکو پر وینا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د تر ټولو خطرناکو پیښو لکه ځان وژنو او ځان‌سوزونو اکثره یې په غور، کندز، تخار، بدخشان او فاریاب ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.

اکثره هغه ښځې چې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي د خپلو کورنیو د نارینو غړو له ناوړه چلند سرټکوي او وايي، چې په خپلو کورنیو کې له زورزیاتي سره مخ کیږي.

له لوګر ولایت څخه کابل ته یوې راغلې میرمن چې د فوزیې په مستعار نوم یې د امریکا غږ له خبریالې سره خبرې کړي خپله کیسه داسې بیانوي "ډیره مریضه ومه، په مرګ وم درسته ورځ به مې چیغې وهلې، خسرګنې مې راسره بد کول، اخیر مې چیغې کړلې خاوند مې راغی ښه یې ووهلم ښه چلند یې راسره نه کاوه، زوړ خسر مې دی هغه راباندې خولې ولګولې ما ورته ویل زه ناروغه یم خو هغه ویل نه تا کې پیریان دي. نو خوله یې راباندې لګولې وه غوښتل یې پیریان راڅخه وباسي."

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون نه پلي کیدل او په افغانستان کې د معافیت د فرهنګ شتون ددې سبب شوی، چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ډیر شي.