BBC
 شاته

''د ډاکټر ورور ټولې هیلې مې په سیند لاهو شوې ''

د انځور حقوق FB: Khalid Mohammadi

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون د ډله ییز ځانمرګي برید ۳۰ قربانیانو کې یو هم ۲۵ کلن ډاکټر عزت الله صدیقي دی چې د واده یې ایله درې میاشتې تېرې شوې دي.

د تېرې چارشنبې په ورځ، څلورو ځانمرګو برید کوونکو پر یاد ۴۰۰ بستریز روغتون برید وکړ، چې له شاوخوا اوه ساعته نښتې وروسته د څلورو بریدګرو او روغتون کې د ۳۰ کسانو په وژل کېدو او شاوخوا ۵۰ ټپي کېدو پای ته ورسېد.

ځوانیمرګ ډاکټر عزت الله صدیقي د ختیځ ننګرهار ولایت اوسېدونکی و، چې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته تر بریالیتوب وروسته د ستاژ دورې ترسره کولو لپاره د کابل سردار داود خان روغتون ته تبدیل شوی و.

کابل کې پر پوځي روغتون وسله وال برید ۳۰ کسان ووژل

د نوموړي ورو مطیع الله صدیقي وايي، ورور یې له ښوونځي اول نومره فارغ شو، خو د کورنۍ هیلې یې په سیند لاهو شوې:

"د واده یې درې میاشتې لا نه دي پوره شوې، ستاژ یې درې میاشتې ننګرهار کې وکړ، بیا درې څلور ورځې کېږي چې کابل ته تبدل شو."

ډاکټر صدیقي درې خویندې او درې وروڼه لري او پلار یې هم د ملي اردو کار کوونکی دی.

د وژل شوي ډاکټر عزت الله کورنۍ وايي، اوس دوی حیران دي چې د عزت الله د نوې ناوې برخلیک به څنګه کېږي.

ورور یې مطیع الله صدیقي بي بي سي ته وویل، له حکومته غواړم چې نور دا جګړې ختمې کړي:

"له مرکزي دولت او ولسمشر نه زموږ دا غوښتنه ده چې د خدای او رسول خاطر وکړئ او دا جنګ جګړې له دې ځایه ختمې کړئ. زموږ د ورور او کورنۍ ټولې هیلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې شول."

د انځور حقوق FB: Khalid Mohammadi

د افغانستان د دفاع وزارت تر اوسه رسماً نه دي ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې څومره پوځيان او ولسي وګړي دي.

سرچینه وايي، برید د سهار شاوخوا اته بجې د روغتون سوېلي دروازه کې په چاودنې پیل شو، بیا درو نورو په سپکو او درنو وسلو سمبالو کسانو په درېیم او څلورم پوړ کې ډزې پیل کړې.

د برید پړه ظاهراً وسله والو طالبانو ونه منله او پر دغه روغتون برید کې یې د طالبانو لاس لرل رد کړل.

دغه برید د ورڅېرمه سیمو او کابل اوسېدونکي ډېر وترهول، خو افغان امنیتي ځواکونو له ځمکې او هوا نه دغه لوی پوځي روغتون ته ننوتل.

په روغتون کې عیني شاهدانو د درېیو چاودنو غږونه اورېدلی چې د ودانۍ په اووم پوړ کې وو.

دا برید په کور د ننه او نړیواله کچه وغندل شو، ولسمشر محمد اشرف غني وویل "پر روغتون برید د افغانستان پر ټولو خلکو برید دی".

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم د برید غندنې ترڅنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي "دا ډارن برید له بنسټه د انسانیت ترټولو ابتدایي اصولو ردول ښيي."

د انځور حقوق Arg
Image caption دا برید په کور د ننه او نړیواله کچه وغندل شو، ولسمشر محمد اشرف غني وویل "پر روغتون برید د افغانستان پر ټولو خلکو برید دی". نوموړي له برید وروسته روغتون ته ورغی

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو د برید د غندلو ترڅنګ هغه د نه باور وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې "اورپکو پر یوه روغتون برید سره انسانیت ته خپله مطلقه بې احترام وښوده."

کابل کي د بریتانیا سفیر ددي برید غندلو ترڅنګ هغه بد او د کرکې وړ بللی دی.

تراوسه ددې برید جزییات په واک کې نه شته او نه یې مسؤولیت لا کومې ډلې پر غاړه اخیستی.

د سردار محمد داوود خان روغتون د کابل په ډیپلوماتیکه ساحه کې موقعیت لري چې سخت امنیت یې نیول کېږي. د روغتون په ګاونډ کې د نړیوالو ځواکونو پوځي اډه او ورڅېرمه د امریکا سفارت هم موقعیت لري.

دغه ۴۰۰ بستریز روغتون د افغانستان کې ترټولو ستر پوځي روغتون دی چې د سرتېرو او پوځي چارواکو ترڅنګ ملکي کسان هم د درملنې لپاره ورځي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کومانډو ځواکونه د سردار محمد داود خان روغتون پر بام کوز کړل شوي

په ۱۳۹۰ کال کې هم پر دغه روغتون ځانمرګي برید شپږ کسان ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل. د برید مسؤولیت طالبانو پرغاړه اخیستی و.

Image caption د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د افغانستان کې ترټولو ستر پوځي روغتون دی چې د سرتېرو او پوځي چارواکو ترڅنګ ملکي کسان هم د درملنې لپاره ورځي.